ټرمپ: د «اور او غوسې» کتاب لیکوال لېونی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د «اور او غوسې» کتاب لیکوال لیونی او رواني بللی دی. ټرمپ ویلي، چې د ده په اړه په کتاب کې خپاره شوي معلومات ناسم او لیکوال یې یو لېونی کس دی.
د «اور او غوسې»  کتاب مایکل ولف په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ په اړه لیکلی، چې ګڼ شمېر رازونه یې افشا کړي دي. دغه کتاب په لږ وخت کې په ډېره زیاته پیمانه پلورل شوی دی، ان داسې چې د اخیستو لپاره یې د کتابپلورنځیو په مخکې خلکو اوږده کتارونه جوړ کړي وو.
 ټرمپ په خپل یوه ټوېټر کې د کتاب او لیکوال په اړه ویلي، ((ډېر ناسم معلومات خپرېږي، ډېر خلک ان هڅه نه کوي ناسم خبرونه سم کړي، رسنۍ د یوه بې مانا کتاب لپاره کمپاین کوي. دوی له هغه وروسته چې زه ولسمشر شوی یم، بسخي لېوني شوي دي.))
د کتاب له خپرېدو ورسته سپینې ماڼۍ د کتاب ټول معلومات ناسم وبلل. په کتاب کې راغلي، چې ټرمپ هېڅ تمه نه درلوده، چې دی به ګټونکی شي او د ټرمپ مېرمن ملانیا پر دې حیرانتیا ښودلې وه چې نوموړې د امریکا لومړۍ مېرمن ده.