
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۴مه) په پاکستان کې عمران خان ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدل ورته د یوې ترخې ګولۍ تېرولو په څېر دي.
د عمران خان په خبره، که د سږ کال په ټاکنو کې صدراعظمۍ ته بریالی شو، نو زړه نازړه به دا کار وکړي.
هغه تیره ورځ په یوه خبري غونډه کې ولسمشر ټرمپ ته په اشارې چې پاکستان یې په افغانستان کې د یاغي ډلو په ملاتړ تورن کړی، ویلي؛ د امریکا له لوري له پاکستان سره چلند نامناسب دی.
نوموړی چې پخوا د پاکستان د کرکټ ملي لوبغاړی و، خو اوس د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر دی.
عمران خان د پاکستان په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې چې غالباً د روان میلادي کال په جولای کې کېږي، د صدراعظمۍ څوکۍ ته د رسېدو هیله لري.