
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۴مه) د پاکستان پوځ ویلي، چې د دغه هېواد اتومي ځواک د هند مخنیوي کوي او که نوی ډېلی په دې برخه کې د اسلام اباد ازمویل غواړي، نو خپله به یې نتیجه وویني.
د پوځ د عامه اړیکو د مشر دا څرګندونې د هند د پوځ لوی درستیز له خبرو وروسته کړې دي.
جنرال اصف غفور د پاکستان له دولتي تلوېزون سره خبرو کې ویلي، د پوځ لوی درستیز ډېره مهمه وینا کوي او څلور ستوري هغه درجه ده چې د ټول عمر تجربه او پوخوالی پکې راځي.
اصف غفور وايي، چې هند که د پاکستان هوډ ازمايي، نو دا کار دې وکړي، خو پایله به یې خپله وویني.
د پوځ ویاند د هند د لوی درستیز دا څرګندونې ماشومانه وبللې، چې د پاکستان اتومي وسله یې دوکه بللې ده.
بل خوا له دې مخکې د هند د پوځ لوی درستیز ویلي و چې که حکومت یې امر وکړي، نو د هند وسلوال ځواکونه به له پولې واوړي او پاکستان کې به له عملیاتو شا ته نه شي.
د پاکستان دا غبرګون په داسې حال کې دی، چې جنرال بپن راوت ویلي و، د پاکستان اتومي ځواک دوکه ده.