
روهي (يوه نۍ/۲۴ د م غومي)، د پرتګال هېواد په وېلا نوا ښارګوټي کې د اور لګېدنې له امله چې تېره شپه په هوټل کې رامنځ ته شو، لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او په لسګونو نرو ټپيان او سوځېدلي دي.
د ياد ښارګوټۍ دښاروال په وينا، اور هغه خت رامنځ ته شو په يوې دوه پوړيزې ودانۍ کې شاوخوا ۶خ کسان د کارډ لوبې د کاتو لپاره راټول شوي وو، خو نوموړي داور د لګېدو د لامل په اړه مالومات ورنه کړل.
د روغتيايي مسوولينو په وينا ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي، چې د ځينو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.