
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۳مه) د ۵۴ افریقایې هېوادونو استازي سره راټول شوي او د امریکا د ولسمشر له لورې وروستۍ سپکاوي ډکې څرګندونېغیر مسؤلانه بللې دي.
په ملګرو ملتونو کې د دغو هېوادونو استازو له ډونالد ټرمپ څخه غوښتي، چې رسماً بښنه وغواړي.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه بحث کې چې د کډوالو په اړه جوړ شوی و، افریقایې هېوادونه په ناسمو الفاظو یاد کړي وو.
نوموړي په دې غونډه کې د پارلمان له غړو سره په خبرو کې افریقایې هېوادونه چټل بللي وو.
د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته، هایتي هم د ډونالد ټرمپ د پنجشنبې د ورځې د څرګندونو په اړه اعتراض وښود.
خو د امریکا ولسمشر پر خپله ټوېټر پاڼه د یوې رسمي غونډې پر مهال خپلې تندې خبرې مني، خو دغه اصطلاح چې په راپورونو کې راغلې، ردوي.
د افریقایي اتحادیې په یوه بیان کې دا څرګندونې بشریت ته بې احترامي، د قومونو توپیر ته نه پاملرنه او باورونو ته سپکاوی بلل شوی دی.
په همدې تړاو د بوتسوانا د بهرنیو چارو وزارت په هغه هېواد کې د امریکا سفیر احضار کړی او ورته ویلي یې دي چې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې شدیداً غیر مسؤلانه دي.