ايران:

روهي (نۍ/۲۳ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ له اروپايي ټړلنې څخه غوښتنه کړي، چې له ايران د ۲۰۱۵ کال د تړون د پای ته رسېدو مخکې په داسې طرحې کار وکړي چې په ياد هېواد دايمي بنديزونه ولګيږي.
 
امريکايي چارواکو په ايران کې د ورستيو لاريونو او ناخوالو په اړه د ايران د قضايي مشر صادق اردشیر لاریجانی تورن کړي چې له بنديانو سره يې له بشري حقوقو ضد چلند کړی، خو د ايران د قضاء وزير صادق اردشیر لاریجانی وايي، د امريکا دا ډول څرګندونې د ايران په قضايي حريم تېری او د ايران پر وړاندې سپکوی او تاوترېخوالی دی.
 
ولسمشر ټرمپ وايي، چې اروپايي ټولنې ته د ورستي ځل لپاره وخت ورکوي، ترڅو له ايران سره د ۲۰۱۵ کال په تر سره شوي تړون فکر او کتنه وکړي.
 
ايراني چارواکي په ياد هېواد کې د ورسټيو لاريونونو تر شا د امريکا متحدو ايالتونو او انګلستان لاس بولي.