(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۳مه) پاکستاني امنیتي مسولینو له امریکا سره، د اړیکو پریکولو لپاره خپل استخباراتي معلوماتو له شریکولو څخه پریکون اعلان کړی دی.
پاکستان کې د دغه هېواد دفاع وزیر خرم دستګیر له امریکا نه پاکستان ګواښولو ته د پای ټکي اېښودو غوښتنه کړې ده.
پاکستان د امریکا ددې پریکړې په مقابل کې د نوموړي هیواد سره د استخباراتو شریکول ودرول.
د دفاع وزیر ښاغلي دستګیر ویلي، چې د امریکا لخوا پر پاکستان د عسکري مرستو د درولو په مقابل کې پاکستان هم د امریکا سره استخباراتي او عسکري همکاریو د درولو پریکړه وکړه.
هغه په امریکا غږ کړی، چې پاکستان ته د ګواښونو نه لاس واخلي.
ویلي یې دي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د خپل مسوولیت نه هم ډیر څه کړي دي. امریکا هم باید خپل مسئولیت پر ځای کړي.
په ورته وخت کې امریکا له پاکستانه غوښتي چې نور دافغانستان له جګړو لاس واخلي او وسله والو ته د ځای ورکولوڅخه پر شا شي خوپاکستان دا ډول تورونه ردوي.
پاکستاني استخباراتو ویلي، چې دوی القاعده ورته په ګونډو کړه؛ د وسله والومشران یې وځپل خو بیا هم امریکا ترې راضي نه ده.
دغو استخباراتي مسوولینو په وروستي وار خبر ورکړل، پاکستان له امریکا سره هېڅ مرسته ونه کړي.
وروستي