پښتونخوا: په دېر کې د ځمکې په سر شخړه کې يو ماشوم وژل شوی څلور نور ټپيان شوې دي

روهي (جمعه/۲۲ د مرغومي)، د پښتونخوا په دېر سيمه کې د ځمکې په سر د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې په سره شخړه شوي، چې په پايله کې څلور کسان د دوو ښځو په شمول ټپيان شوي او يو ماشوم وژل شوی دی.

شخړه نن ورځ له غرمې وروسته د پورته دېر په سېرايي سيمه کې رامنځ ته شوې ده، ياده مرګ - ژوبله دواړو لورو ته پېښه شوې ده، وژل شوی ماشوم تلها نوميږي او د ټوپک په ډزو ول شوی دی.

د سيمو د خلکو په مرسته ټپيان ځايي روغتونو ته لېږدول شوې دي.