د جمعې په ورځ د ولسمشر ټرمپ طبي معاينه کيږي، خو ټرمپ نه شراب څښي او نه سکرېټ څکوي

روهي (پنڅه نۍ/۲۱ د مرغومي)، سبا د جمعې په ورځ د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر دونالد ټرمپ روغتيايي او طبي معاينات تر سره شي.

د ولسمشر ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې نوموړی خپل طبي معاينات کوي.

د يادو معايناتو په اړه منفي او مثبتې پايلې اټکل شوې دي، ولسمشر ټرمپ وايي، "زه شراب نه څکم، دا مې له خپال ورور فرېد څخه اورېدلې دي، چې هغه شراب څښل او د ۴۳ کلنۍ په عمر مړ شو، همدارنګه سګرېټ هم نه څکوم، ما هغه خلک چې سګرېټ څکوي ولېدل چې په سختو ستونزو کې دي."
 
خو بله خوا د ولسمشر ټرمپ د خوراک په اړه ويل کيږي، چې نوموړی تر ډېره داسې خوراک کوي، چې په لوړه کچه کلوري، مالګه او شحم و لري، د نوموړي د ټاکنيز کمپاين ملګرې وايي، چې ټرمپ پيزا، ايسکريم، ماهي، چاکلېټ، کچالو او داسې نور خوراکونه زيات کوي.
 
د امريکا اوسنی ولسمشر دونالد ټرمپ ۷۱ کاله عمر، ۶ فوټه او ۳ اېنچ قد لري، د وينې فشار يې ۱۱۶/۷۰ دي. که څه هم د نوموړي اورميږ غټ ښکاري خو په طبي معايناتو کې نوموړی د تايراد غدې ستونزه نه لري.
 
د ترسره شويو معايناتو پر بنسټ د ټرمپ فزيکي حالت روغتيايي بلل شوی، خو د نوموړي سياسي مخالفين او يو شمېر نور عام خلک وايي، چې ولسمشر ټرمپ عصبي ستونزې او مشکل لري، خو ټرمپ دغه ادعا رد کوي او په خپلو ورستيو څرګنودنو کې يې ويلي وو، چې روغتيايي حالت مې ښه او يو ثابت نابغه يم.