
(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۱مه) امریکا په ایران کې له مسوولینو غوښتي، چې سوله ییز لاریونوال خوشې کړي.
د امریکا متحدو ایالتو په دغه هېواد د لاریونوالو په حق کې د ایراني مشرانو کړنې زړه بوږوونکې بللې دي.
سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د ټرمپ اداره د هغو زرګونو ایرانیانو د بنديانولو په اړه ژوره اندېښنه لري، چې د سوله ییزو لاریونونو پرمهال نیول شوي".
د ورکړل شویو راپورنو له مخې، د ټول ټال نیول شویو کسانو اټکلي شمېر شاوخوا زرو کسانو ته رسېږي، خو په ایران کې نورو سرچینو بیا دا شمېره تر دې هم ډېره ښودلې.
ایراني چارواکي وايي "ډېری نیول شوي کسان خوشي شوي، خو "لمسوونکي" محاکمې ته سپارل شوي".
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ډیسمبر میاشتې په وروستیو کې د ایران حکومت پر ضد لاریونونه پیل شول، چې زرګونو وګړو د بیو د لوړېدو او د حکومت د فساد پرضد لاریونونو کې ګډون وکړ.