
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۱مه) د پاکستان د بهرنیو چار وزیر خواجه اصف تازه د افغانستان او هند پر استخباراتو تور پورې کړی، چې د سیمې د ناامنیو لپاره کار کوي.
هغه تیره ورځ په اسلام اباد کې میشت له بهیرنو ډیپلوماټانو سره د کتنې پر مهال وویل چې پاکستان لا هم د هغو ترهګرو ډلو له ګواښونو سره مخ دی چې د افغانستان په خاوره کې امن ځایونه لري.
خواجه اصف ویلي هلته ډیپلوماټانو سره د پاکستان پوځ د وروستیو عملیاتو په اړه لاسته راوړنې هم شریکې کړی دي.
د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له بهرینو ډيپلوماټانو سره ناسته د پاکستان پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو وروستیو پرېکړو په غبرګون کې جوړه شوې وه.
بل خوا د پنټاګان ویاند راب مننګ څو ورځې مخکې ویلي و؛ د امریکا متحده ایالاتو تمې ډیر واضح او روښانه دی. وسله وال طالبان، حقاني شبکې، او د ترهګریز بریدونو تنظیم کوونکي باید د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه ترلاسه نه کړي.
د ښاغلي راب مننګ په وینا؛ امریکا حکومت له پاکستان سره په دې اړه او د کانکرېټي او مشخصو اقداماتو لپاره خپل غوښتنې شریک کړی.
جنرال مننګ زیاته کړې، چې امریکا چمتو ده، ترڅو د پاکستان له حکومت سره همکاري وکړي.