په روسيه کې د پښتو ژبې لوی څېړونکی، ختيځپوه پروفيسور لېبېدېف د ۹۸ کالو په عمرله نړۍ سترګې پټې کړې

په روسيه کې د پښتو ژبې لوی استاد،څېړونکی، ختيځپوه او افغانيست پروفيسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف پرون سې شنبې د جنوري په نهمه د ۹۸ کالو په عمرله نړۍ سترګې پټې کړې. 
ارواښاد استاد لېبېدېف د ۱۹۲۰ کال د مارچ په شلمه نېټه مسکو ته نږدې د کلومنسک ښار کې زېږېدلی دی. په ۱۹۴۲ کال يې د مسکو د ختيځ پېژندني انستيتيوت د ماسترۍ په درجه پای ته ورساوه. تر فراغت وروسته د همهغه انستيتيوت په علمي کدر کې شامل شو او د پښتو ژبې او ګرامر په تدريس يې پيل وکړ.
ارواښاد لېبېدېف په ۱۹۴۹ - ۱۹۵۴ کلونو کې د مسکو په ختيځ پېژندني انستيتيوت کې د افغانستان د تدريسي برخې مسؤل و. له ۱۹۵۴ کال څخه هغه وخت چې د ختيځ پېژندنې انستيتيوت د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو اړيکو له انستيتيوت سره يو ځای شو، لېبېدېف په دغه انستيتيوت کې تر ۱۹۸۵ کال پورې د پښتو ژبې په تدريس، تحقيق، ګرامر او هنري نثر په ژباړه کار کاوه. هغه په ۱۹۸۵ - ۱۹۹۶ کلونو کې د مسکو دولتي پوهنتون د اسيا - افريقا انستيتيوت د ايران د څانګې مشر و او په همدغه څانګه کې د پښتو په تدريس او تدقيق مشغول و. استاد لېبېدېف په ۱۹۵۰ کال د علومو د کانديد درجه، په ۱۹۶۶ کال يې د دکتورا علمي درجه او په ۱۹۶۷ کال کې د پروفيسوري درجه دفاع کړې ده. كانستانتين الكساندرويچ لېبېديف په روسيه كې د ختيځ پوهانو، افغانستان پوهانو او پښتو پوهانو د څو نسلونو مخكښ لار ښوونكى او غښتلى استاد و، هغه ټول ژوند د پښتو ژبې او افغانپوهنې تحقيق او تدريس ته وقف كړي و.
پروفيسور لېبېدېف په پښتو ژبپوهنه او افغانپوهنه كې ګڼ شمير كتابونه، رسالې او مقالې ليكلې دي . په روسيه كې د پښتو ژبې د زده كړې د پاره درسي كتابونه، د پښتو ژبې گرامر، روسي _ پښتو ، پښتو _ روسي ، روسي- پښتو- دري ، درسې واړه او لوى قاموسونه ، په روسي ژبه د پښتو دشفاهي ادبياتو، كلاسيكو او معاصرو ادبياتو (نكلونو، لنډو كيسو، متلونو او لنډيو ) منظومې او منثورې ترجمې او د پښتنو د تاريخ او فرهنگ په باب څېړنيزې رسالې او مقالې د استاد لېبېديف د اثارو منځپانګه جوړوي.