هند؛ ۲۰۱۷م کال کې ۱۳۸پاکستاني پوځیان وژلي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۰مه) هندي چارواکو خبر ورکړی، چې په ۲۰۱۷میلادي کال کې یې د کشسمیر په کنټرولیدونکې کرښه ۱۳۸پاکستاني پوځیان وژلي دي.
ویل شوي، په دغه کرښه په ځوابي بریدونو کې یوازې ۲۸هندي پوځیان وژل شوي.
هلته ټایمز اف انډیا د هندي امنیتي مسوولینو په حواله لیکلي، چې پاکستان هېڅ وخت خپل وژل شوي پوځیان نه یادوي بلکې عام وګړي ښيي.
د راپورونو له مخې، ۷۰هندي پوځیان په دغو دوه اړخیزو جګړو کې ټپیان شوي او د پاکستاني پوځیانو د ټپي کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
هندي مسوولینو زیاته  کړې؛ د تیرې ډيسمبرپه ۲۵پنځه هندي پوځیان د پاکستان تر اغیر لاندې کشمیر سیمې ته ننوتي و او ۳پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.
هغه وخت د پاکستان پوځ په یو ټوېټ دا خبر تایید کړی و، خو دوه ورځې یې بیرته پاک کړی او وروسته یې دا خبر بیخي رد کړ.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر مسئله د پاکستان له جوړیدو راهیسي سیاسي ستونزه موجوده ده، چې په عینې وخت کې دواړه لوري پر بل ډزې هم کوي.