
مرکه فوزيه چوهدري
ژباړه ب، صميم تڼی
دافغانستان د جهاد اهمه څیره او لاس ته راوړني ؟سلطان امیر یې نوم دی خو ټول یې خصوصآ افغانان یې د کرنیل امام په نوم پیژني،د ونی،جسامت او زړورتیا په اساس خلک پری غولیږی ،او د پښتون ګمان پری کوي خو دی د پښتنو د قبیلۍ سره تعلق نه لري د پنجاپ په چکوال علاقه کې اوسیږي، او په قام تراړ دی،پلار یې هم یو فوځی افسر وه او صوبیدار پاتي شوي، د قاعد اعظم په جګړه کې یې ګډون کړی، چې تر ټپي کیدو وروسته په کال ۱۹۲۵ کې تقاعد شوی.کارنیل امام په کال ۱۹۶۳ کې فوج ته داخل شوي او ۱۷کاله یې د افغانستان په جهاد کې ونډه اخیستي،او د ذولفقار علی بوټو په حکم یې د افغانانو جنګۍ روزنه پیل کړي او به دی لار کې یې ۹۵۰۰۰۰ مجاهدین روزلۍدی ،چې د ده په لاس په روزل شویو څیروکې ډیر اهم اشخاص شامل دی لکه ،انجنیر ګلبدین حکمتیار ،احمد شاه مسعود ،او ملا محمد عمر شامل دي،کله چې تقاعد شو په افغانستان کې جنرال قونسل هم پاتي شوی او ټول ټال یې په افغانستان کې ۱۸ کاله تیر کړي وو، کارنیل امام یو د هغه نظامي افسرانو څخه دی ،چې د افعانانو به رسمونو، راوجونو او د ژوند په ډول ډیر ښه پوهیږي،او هم یې د افغانستان جغرافیه او کلی بانډی ښه پیژندلی دي، ما په دی مرکه کې د کرنیل ځینی ډیري غښتلي پوښتني کړي دي چې ښاغلی یي د ځینو ته ځواب ورکولو ډډه کړي،ځکه چې دی دروغ نه وايي، د کا رنیل د لیدو د پاره مې وخت نيولی و، چې د وخت په رارسیدو سره کور ته ورغلم د کور په وره کې یې ځوی زما هرکلی وکړ ،او کور ته یې د ننه کړم،کله چې د ناستي صالون ته د ننه شوم زما نظر په دیوالونو په رنګ ،رنګ ، وسلو ولګیدو ،او د کور مالک داسې را ته ښکاره شو لکه چې د وسلو سره ډیره مینه لري،د لږ ځند نه ورسته کارنیل صیب کوټي ته را د ننه شو ،او په ښه ورین تندي را سره روغ بړ وکړ ،ما د هغه نه د هغه دپیدایښت، تعلیم او سفرونو به هکله وپوښتل ؟؟؟ هغه لږ موسکي غوندې شو ،او ويې ویل چې زما پیدایښت د ۱۹۴۴ کال د اپریل د میاشتي په څلورمه نیټه شوي، چې ښاغلي جناح صیب په همدي نیټه وفات شوی دی،چې یو وخت د پیپلز پارټي مشر زما د ږیږیدو په هکله ما ته داسي وویل، چې تاسې د اپریل میاشې په څلورمه نیټه زيږیدلی یاست،او په همدی نیټه ښاغلی جناح صیب وفات شوی، او د ستاسو په شان یو جهادي شخصیت پیداشوی.او ما ته ذولفقار علی بوټو په پټه حکم کړی وه چې باید افغانان وروزم او د جنګ ټر نینګ ورکړم!!!
ذولفقار علی بو ټو یو ذهین او د لري لید ،غښتلی رهبر وه،کله چې هغه ته پته ولګیده چې شوروی اتحاد غواړي افغانستان قبضه کړي،او وروسته بیا غواړي چې پاکستان تر خپل تآثیر لاندې راوالی ،او د موږ د ژوند ساحه د اسلام اباد نه تر کراچي را تنګه کړي،چې پدی اساس ښاغلی بو ټو ما ته امر راکړ چې افغان مجاهدین وروزم.
زه څنګه د افغانستان په جهاد کې داخل شوم؟؟؟ډیره په زړه پوری کیسه ده،زه چې په تن غښتلي او فزیکۍ قدرتمند وم د لمړي ځل لپاره مې د (پی ایم اف ) په کورس کې خپلو اوستاذانو ته دا ثابته کړه چې یو وړ انسان یم چې د کورس د تکمیلولو نه وروسته د فرنټیر فورس(۱۵ان اف اف)کې په دنده وا ګمارل شوم چې نوموړي قطعه د دویم نمبر ریجمنټ پټان په نوم هم یادیده او هلته پوښتانه ځوانان هم ډیر راتلل ،او ما ته هم دا مو قع پیدا شوه چې د پښتون قام ،دود،رسم ،او رواج واپیژنم ،او په نوموړی قطعه کې زما سره د مسیدو،وازیرو،او افریدیو ځوانانو هم دندي تر سره کولي،او نوموړي قطعه د انګریزانو لخوا جوړه شوي وه ،زه ډیر ژار پدی وا پوهیدم چې د پښتنو رسوم او رواجونه د پنجپیانو نه مختلف دی،پښتانه ضدی،په خپله خبره ولاړ خلک دی،او خپلی پيښي د جرګو د لیاري حل کوي ،او مخکي له دی چې کومه پریکړه واکړي د خپلو مشرانو سره پري مشوره کوي،ما د پښتنو سره څلور کاله تیر کړل ،د دوی یو بل لوی خاصیت دا دی چې د غرو خلک دی ،او اکثره بی تعلیمه دې او د ښاري ژوند سره اشنا نه دې .څلور کاله مې د پښتنو سره تیر کړل ،او یو ورځ مې تر غوږو را وارسیدل چې (ای،اس،اس،بیّ) ته نوی افسران نیول کیږي،خو د کاندیدو شرایط دا نه وو چې کاندید باید د اوچت تعلیم خاوند وې ،معیار یې سخت فزیکي تمرینات وو چې تری وتل خواره ګران کار وو ،چې موږ د ۵۰ ځوانانو یواخي ۱۲ کسان په دې وا توا نیدو، چې د تمریناتو او ټیسټونو نه بریالی را واځو چې د ما سره په نوموړی کورس کې جنرال محمود د (ای اس ای ) چرمین او بر یګډیر یعقوب علی ډو هم شامل وو،ما لدي کورس نه ورسته د(ای اس ای ) د کمانډو پرمخ تللي کورس واخیست، چې نوموړي کورسونه ډیر ګران وو او یو بل مشکل کار یې دا وه چې د کورس د خلاصیدو نه ورسته سم دلاسه ما باید نور روزلي وای، چې دا کار لا ګران کار وو، .تاسي خپل ټول تعلیم په پاکستان کې کړی او کا؟؟؟ کارنیل امام د کال ۱۹۷۴ د جنوری په میاشت کې مې د امریکا د خاصو قوتونو سره زده کړی واکړي،هلته مې د نیو ګیشن د کومپوس په وسیله د تګ زده کړي وا کړي،نیوګیشن هغه اله ده چې د هغي نه د پښو په مزل کې ګټه اخیستل کیږي او د مصنوي سبوږمي په وسیله سمت ،فاصله،او موقیت ښایی ،ما خپلی ډیری زده کړی د تخریب او ورانکاري په څانګه کې کړي دی. د همدی خاصو قوتونو سره چې او س مهال په افغانستان کې میشت دې،د ماستر فرشوتیست تر حده می د فراشوټ به څانګه کې د امریکی په متحده ایالاتو کې زده کړه کړی،او عمومآ ټول کار مې هم د تخریب او ورانکاري به څانګه کې تر سره کړي، د ۱۹۷۴ کال په ورستیو کې بیر ته پاکستان ته راستون شوم .چې په ۱۹۷۳ کال کې په افغانستان کې هم حالات بدل شوي وو، د ظاهر شاه حکومت ته د سردار محمد داود خان په وسیله د پای ټکي کیښودل شوی وو ،او د شوروی اتحاد پام هم افغانستان ته اووښتي وو .چې سردار محمد داود ته د شوروی اتحاد ټټر ډبولي وو ،چې هر راز اقتصادي او نظامي مرستو ته چمتو یو،،نو پدي وخت کې یو تعداد افغانان مسکو ته د زده کړو لپاره تللي وو، چې د هغه ځایه یی د کمونیزم جراثیم له ځانه سره راوړی وو ،چې پدي سلسله کې یوازي پوښتانه نه بلکی ټول ملیتونه ،لکه هزاره ،تاجک ،اوزبک هم شامل وو،خو د افعانستان په داخل کې چې یوه اسلامي ټولنه وه د خلکو د مخالف غبرګون سره مخامخ شول ،تر ټولو مخکي د پوهنتون استاذانو،او محصلینو بغاوت وا کړ او پو هنتون هم د یو څه وخت لپاره وا تړل شو، دکابل خلک چې د غرب کلتور یی ډیر خواښ وو او نجونی به هم پوهنتون ته تور سر رارواني وی، چې دا کار د پوښتون قام په ټولنه کې د خلکو خوښ نه دی،خو د پوهنتون په ساحه کې به نجونی لمړی د انجنیر حکمتیار،او احمدشاه مسعود او نورو یارانو په وسیله لمړی ګوښل کیدلي،او د نه منلو په صورت کې به یې پري تیزاب شیندل،چې نوموړی کړه وړه د سردار محمد داود خان د حکومت د سخت غبرګون سره مخامخ شول، چې یو تعداد بیا بندیان شول چې په هغه کې پروفیسور سیاف،او مولوی یونس خالص هم شامل وو،او بیا یو تعداد محصلین او استاذان پاکستان ته په تیښته بریالي شوی وو .په هغه وخت کې د ذولفقار علی بوټو حکومت وو ،او نوموړی کسان چې پاکستان ته را تښتیدلی وو هغه هم ډیر په تشویش کې وو ،چې د یو پلوه په افغانستان کې د تعقیب لاندی او له بله اړخه د پاکستان د حکومت د غبرګون په هکله ډیر په تشویش کې وو .چې پدی وخت کې د پاکستان حکومت خبریږي چې پیښور ته یو تعداد افغانان را تښتیدلي دې په هغه وخت کې د (اف سی)یو نظامي قطعه وه چې دنده یې د سرحد ساتنه وه او د دوی په خوا کې یو بله نیمه فوځي او نیمه پولیسي د ملیشی قطعات هم په دندو بو خت وو ،چې د هغه قطعی بریګډیر هم نصرالله بار وو ،هغوی بوټو ته خبر وار کړ چې یو تعداد افغانان را تښتیدلی دی ،او موږ څه وارسره وا کړو،بوټوهم امر وا کړ چې ډیر په خفیه ډول یي تنظیم کړی،دا نو هغه وخت دی چې زه د امریکی نه را ګرځیدلی یم او د پراشوټ په ښونخي کې په دنده ګمارل شوي یم ،نصرالله بابر خپل کار شروع کړ چې اففانان سره منظم او منسجم کړی،چې د پښتنو تنظیم کول خواره ګران کار وو ،د دی کار د لا ښه ترسره کولو په موخه موږ یو حزب جوړ کړ چې مشري یې برهان الدین رباني ته وار په غاړه شوه ،او پاتی ټول کسان یې غړی شول ،او دوی د موږ نه خواهش واکړ چې موږ ته نظامي زده کړی راکړی،موږ وهل شوی ټکول شوی یو،او بندیان شوي یو او موږ غواړو چې خپل غچ واخلو...سوال؟د طالبانو د تحریک په هکله که خپل نظر راسره شریک کړی؟؟؟ د افغان جهاد تر ختمیدو ورسته هغه مجاهدین چې ما روزلی وو بی وفا وا ختل ؟؟؟نه یي د موږ ستراتیژیکو ګټو ته دراناوی واکړ ،او نه هم د افغانانو په منځ کي وارته ځاي پاتی شوی وو، نو د هغه وخت حالاتو په کتلو سره د پاکستان د ملی ګټو د خوندی ساتلو لپاره د ا یو لازم کار وو ،چې د طالبانو تحریک را منځ ته شې ؟ د تحریک د جوړولو په سر کې مې هر وخت د ملا محمد عمر سره لیدل ،خو زه ملا صیب د افغان جهاد د شروع نه پیژنم چې دی په هغه وخت کې د ګوریلایی جګړو د اولیه زده کړه لپاره ما خپله روزلی وو، بیا وروسته مو په کندهار کې سره والیدل، پوښتنه تاسي خو د انجونو د تعلیم خلاف نه یاست؟؟؟ایا تاسو د ملا محمد عمر نظر پدی برخه کې نه دی اخیستی؟؟؟ما څو څو ځلی پدی هکله د ملا صیب سره خبري واکړي خو ملا صیب به ویل چې اول خو موږ د ښځو تعلیم ته اړتیا نه لرو !!!او بل دا چې موږ د ښځو د تعلیم لپاره پوره امکانات نه لرو چې په اسلامي چوکاټ کې وار ته د تعلیم اسانتیاوی برابری کړو .
________________________________________