
روهي (څلورنۍ/۲۰ د مرغومي)، د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه يي، په ايران کې د ورستيو لاريونونو په غبرګون کې ويلي، چې بهرنو هېوادونو په يادو لاريونونو کې لاس درلود او موخه يې دا وه چې د ایران اسلامي جمهوريت چپه کړي.
نوموړی وايي، "امريکا او انګلستان په هېواد کې د لاريونونو تحريک کوونکي وو، مونږ به د هغه بهرني ځواک په اړه ځواب ووايو چې په ايران د لاس وهنې هڅه کوي."
خامنه يي همدا ډول د امريکا متحدو ايالتونو په ولسمشر ټرمپ نېوکې وکړې او نوموړی يې يو غېرې ثبات کس او په رواني ناروغۍ ککړ ياد کړ.
خامنه يي په خپل ټوېټر ولېکل، "امريکايي چارواکي بايد پوهه شي، هغه څه چې دوی يې هڅه کوله تر لاسه يې نه کړل او بل دا چې په ايران کې د دوی د لاس وهنو په اړه به ايران چوب پاتې نشي او ځواب به يې ورکړي."
نوموړي زياته کړي، "د ايران ولس هغه بهرنيو ته چې د ايراني حکومت د چپه کېدو هڅه يې درلوده دا وښووده چې دوی په دې هڅه کې ناکام شول او په راتلونکې کې به هم له ورته پايلې سره مخ شي."
په ايران کې د حکومت پر وړاندې لاريونونو کې کابو ۲۲ کسان ووژل او ۳۷۰۰ نور بيا د حکومت له لورې د ګډوډۍ په تور ونېول شول.
ايران ادعا کوي چې داسې قوي شواهد په لاس لري چې د يادو لاريونونو تر شا د امريکا او انګلستان لاس وو.