د شهيد تعليم يار دفاتحې اعلان

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ. چې انجينرعبدالقدير«تعليميار» ديوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې د غويي د مياشتې په ۱۱ يولسمه نېټه د شنبې په ورځ مازديگر مهال په شهادت ورسېد.
( انالله و انااليه راجعون)
د مرحوم فاتحه ( چارشنبه، د ثور ۱۵مه نېټه د ماسپښين د ٢-٣ بجو پوري ) د کرني اوبو لګوني او مالداري وزارت په مسجد شريف کي او همدارنګه په دهمزنګ محب زاده ماركېټ كې د مازيګر له لمانځه نه وروسته په ۳۰ : ۵ بجو اخيستل كېږي، ټول دوستان دې خبر وي.
د شهيد تعليميار جنازه د پېښې په سبا د ننگرهار ولايت د پچيرآگام ولسوالۍ د برپچير په کلي کې د دوى په پلرنۍ هديره کې د نوموړي د كورنۍ، خپلوانو او ملګرو لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه.
شهيد تعليميار په۱۳۸۲ هـ لمريز کال د ننگرهار پوهنتون له كرنې پوهنځي څخه په عالي درجه فارغ او بيا يې د هيواد په ملي پوځ کې د يوه کال لپاره په کومندو ټولي کې مقدسه دنده ترسره كړه، چې له هغې وروسته د آزاد رقابت له لارې د كرنې وزارت د کنترول کيفيت په لوى رياست کې د pesticides د مدير په توگه تر دې مهاله دنده ترسره کوله. شهيد تعليميار د ښو اخلاقو خاوند وو او له هر ملګري سره يې په ورين تندي روغبړ كاوه، ددې ترڅنګ يې پياوړى قلم درلوده او كله ناكله به يې شعر او نثر هم ليكلو، چې د نشراتو رياست د كرنه مجلې سره يې هم قلمي همكاري درلودله.
شهيد تعليميارته د کائناتو د سترڅښتن تعالى له درباره د مغفرت او د کورنۍ نورو غړيو، خپلوانو او دوستانو ته د صبر جميل او اجر عظيم غوښتنه كوو، روح دې ښاد او ياد دې تل وي.

په درنښت
د شهيد تعليميار د ملگرو لخوا