روهي (څلورنۍ/۱۹ د مرغومي)، په هېواد کې د روان کړکېچين امنيتي او سياسي وضعيت له امله د ډالر په مقابل کې د افغانۍ بيه ۷۰،۴۰ ته را ټېېته شوې ده.
د افغانستان بانک مني چې په هېواد کې د ورستيو سياسي کړکېچونو له امله د ډالر په مقابل کې د افغانۍ بيه د پام ړو ټېت والی کړی او په تېرو شلو کلنو کې دا دافغانۍ بې سارې لوېدنه ده.
د کابل ښار صرافان د افغانۍ د لوېدنې پړه په افغانستان بانک هم اچوي، چې په مالي سياست کې پاتې راغلی، خو د افغانستان بانک مسوولين وايي، چې د افغانۍ د پورته کېدو په موخه به بازار ته ډالر د خرڅلاو په موخه وړاندې کړي.
د شنونکو په اند، په هېواد کې روان سياسی کړکېچونه، د هېواد زياته تکيه په صادراتو او همدارنګه د افغانستان بانګ د مالي سياست نېمګړتياوې، د دې لامل شوې چې افغانۍ د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت ټېټ کړي.
وروستي