
روهي (څلورنۍ/۱۹ د مرغومي)، دتېر کال په دېسمبر کې په اسټراليا کې د حکومت له خوا د همجنسګرۍ قانون منځ ته راغي، د ياد قاون پر بنسټ ښځه له ښځې او نارينه له نارينه سره واده کولای شي.
تېره شپه د لومړي ځل د لاکي سالېون په نوم يوو لوبغاړي او د کاريګ برنس په نوم د نوموړي يو ملګري په خپل منځ کې سره وداه وکړ.
لاکي سالېون ۲۹ کاله او کاريګ برنس ۲۳ کاله عمر لري.
د وداده مراسم د اسټراليا په نوي سوت واېل سيمه کې نېول شوي وو او د اورلوبې په کولو سره يې ولمانځل او دواړو د خپلو کورنيو او ملګرو په شمول ۵۰ کسانو ته بلنه ورکړې وه.
دوي وايي، "کله مو چې په انسټګرام د خپل واده خبر خپور کړ، نو د خلکو د هرکلي او مبارکيانو سره مخ شو."
اسټراليا تېر کال د همجنس بازۍ قانون تصويب کړ، د سر شمېرنې له مخې ۶۱ سلنه وګړو يې له ياد قاون ملاتړ کړی.