دبرموډا مثلث په داخل کې څه دي؟! (دوهمه برخه)

توضیحات او مختلف فرضي علتونه دبرموډا مثلث په اړه وجود لري. ځینې غیر طبیعي نظریات چې په دې اړه وړاندې شوي، ظاهراً سړی قضاوت کولای شي چې سم ندي او فقت افسانویات دي؛ لکه دنورو مخلوقاتو شتون، دشیطاني قوې شتون…، او ورته افسانې چې قطعاً پرې دحقیقت اطلاق نشو کولای. دبرموډا مثلث دپېښو دعلتونو دڅیړنو لپاره موږ ساینسي بُعد په نظر کې نیسو، او په دې اړه ځینې نظریات او فرضیات پېشنهاد کوو،چې ممکن دبرموډا مثلث ترشا لاس ولري.
 

په دې اړه ځینې طبیعي علتونو لکه دسمندر دجزر اومد په اساس دسمندر په تل کې دزلزلوي امواجو تولید، مخرب بادونه او اتموسفیري بدلونونه، اتشفشاني بالونونه چې دهوایي الوتکو دچاودلو سبب ګرځي، بادیزې بوړبوکۍ چې دهوایي الوتکو دسقوط او کشتۍ ګانو دمسیر دمنحرف کیدو لامل ګرځي، دمقناطیسي قوې شتون او دالکترومقناطیسې قوې بدلولونه او ترټولو مهم په دې ساحه کې دمتان هایدرات ګاز شتون دبرموډا مثلث دپېښو لپاره دطبیعي علل په توګه معرفي کولای شو. اسټرلياوي څیړونکو ثابته کړي چې دبرموډا مثلث په ساحه کې په زیاته اندازه د متان هایدارت شتون د اوبو په سطحه کې دزیات شمیر حبابونو درامنځته کیدو لامل ګرځي، چې له امله یې داوبو کثافت کمښت کوي، ممکن په اوبو کې دکشتیو دښکته تلو لامل وي. همدا ډول ددې ګازاتو شتون دکرستال په شکل دسمندر ترتل لاندې ۳۲ کیلومتری کې هم ثابت شوي دي.

دبرموډا مثلث په اړه وروستی او نسبتاً منطقي نظریه (شپږ ضلعي وریځې) نومیږي، چې دکلراډو پوهنتون دڅیړونکو په اساس وړاندې شوه. دڅیړونکو په اند دبرموډا مثلث دپاسه دشپږ ضلعي په څیر دوریځو تشکیل ممکن ددې پېښو دواقع کیدو اصلي لامل وي. هغه تصاویر چې د ناسا ادارې پرمټ اخیستل شوي، ښکاره لیدل کیږي چې دبرموډا مثلث دپاسه شپږ ضلعي وریځې پرواز کوي. څیړونکي باور لري چې دا شپږضلعي وریځې کولای شي، چې بادیز بمونه د ۲۷۳ کیلومتر فی ساعت، او د۱۴ مترو په ارتفاع داوبو موجونه تولید کړي،چې همدا دالوتکو او کشتۍ ګانو د سقوط او تخریب لامل ګرځي. البته باید یاد کړو چې دباد ۲۵۷ کیلومتر فی ساعت سرعت ددې وړتیا لري چې الوتکې، کورونه او کشتۍ ګانې دسقوط او تخریب سره مخ کړي، چې دا سرعت دبرموډا مثلث په ساحه کې نهایت زیات دی. دا شپږ ضلعي وریځې د ۴۰-۸۰ کیلومترو پورې وسعت لري.دا وریځې په عیر عادي شکل انتشار پیدا کوي، او کله ناکله خطرناک توپاونونو دایجاد لامل ګرځي ،ځکه خو دبرموډا مثلث دیو قاتل په شکل عمل کوي، او کله کله دمشکلاتو دایجاد لامل ګرځي.