نوري وزرونه (نوري سټلایټ) او کاري طرزالعمل


په دې ورر ستیو کې دنوري سټلایټ موضوع دڅیړونکو ترمنځ ګرمه شوي،او فضانوردان غواړي دفضایي سفرونو لپاره له دې تخنیک څخه ګټه واخلي. نوري سټلایټونه چې ورته لمریز یا فوتوني وزرونه هم وایي دمصنوعي فضایي سپوږمکیو یو پرمختللی شکل دی، چې دلمر دوړانګو په اساس خرکت کوي.

دنوري سټلایټ کاري طرزالعمل:
زیاتره خلک فکر کوي چې څنګه ممکنه چې لمریز بادونه یا وړانګې دغه لمریز وزرونه په تخرُک راولي؟ دقیقاً همداسې لکه په سمندرونو کې روانې بادي پرده لرونکي کشتۍ. اصل کې د نوري وزرو دخرکت راز کټ مټ همداسې نه دی لکه په سمندر کې روانې پرده لرونکې کشتۍ چې دباد په اساس کار کوي، خو دنوري وزرو په ترکیب کوم بادیز مفهوم دخرکت دتولید دسبب لپاره نشته. دلته دخرکت اساسي راز دنور دوړانګو انعکاس او کم مقدار جذب دی. دانشټین دمعادلې په اساس دیو فوتون مومنټم یا فلکس Flux د P=E/c رابطې په اساس محاسبه کولای شو.
 
موږ پوهیږو چې یو فوتون هېڅ وزن نلري، نو څنګه کیدای شي چې یوه نوري وزر تعجیل لرونکي وګرځوي؟ یعني اصلاً څنګه ممکنه ده چې یو بې وزن جسم ،یو لوی جسم په خرکت راولي؟

دا بیا نو جالب او اساسي سوال دی، او دجواب لپاره یې علمي دایرې ته داخلیږو. دا موضوع هم دنوري خواصو په خاص کیدو پورې مربوط ده. موږ پوهیږو چې نور موجي او ذروي خواص دواړه لري،او هم مو نوري ذره بې وزنه په پام کې ونیوله نو ددې لپاره چې پوه شو دا پردې څنګه کار کوي،نو لومړی راځو دنور موجي خواص په نظر کې نیسو او دذوري خواصو څخه یې صرف نظر کوو.

نوري امواج انرژي لرونکي او تفکیک یې دالکترومقناطیسي طیف په اساس کولای شو. که وړانګې پر پرده لګیږي تر انعکاس وروسته یو مقدار انرژي په پرده کې پاتې کیږي چې همدا انرژي دنوري پردې دخرکت سبب کیدلای شي.

که دنورې وړانګو ذروي خواص په پام کې ونیسو بیا ورځو امپولز یا ضربې قوې ته، چون نوري ذره انرژي لري او په مقابله سطحه تر لګیدو وروسته قوه واردوي چې همدا قوه دنوري پردې دخرکت سبب ګرځي.

ددې سپوږمکیو سرعت داوسني اختراقي تخنیک په نسبت څو چنده زیات اټکل کیږي، اما ددې تخنیک اساسي ستونزې دا ده چې دا وزرونه باید ډېر زیات مساخت حتی کیلومترو مربعو ته ورسیږي ، او بله غټه ستونزه یې دځمکې سره ارتباط او کنټرول دی. خو لرې نده چې په لنډ وخت کې به ددې تخنیک دعملي کار شاهدان وو.