القاعدې ډلې په سوريه کې خپل شتون اعلان کړی

(روهي ـ  ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۹مه) القاعدې په نوم یوې جهادي ډلې په سوريه  کې د خپل شتون رسمي اعلان کړی دی.
دغې ډلې دا اعلان د جبهة النصرة له هغه اعلانه يو نيم کال وروسته وکړ، چې له القاعدې يې خپل ځان جلا یاد کړی و.
د القاعدې فرهنګي وېب پاڼې «السحاب» د «و کان حقا علینا نصر المؤمنین» تر عنوان لاندې په خپره کړې ويډيو کې خپلو پلويانو ته امر کړی، چې ټول بايد د القاعدې تر بيرغ لاندې راټول شي او خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.
دغې ډلې په دغه پيغام کې له خپلو وفادارانو او جنګياليو غوښتي، چې «له رښتيني مجاهدينو» سره مرستې وکړي او له هېڅ ډلې او ګوند سره داخلي جګړې ونه کړي.
سرچینې په حواله، په سوريې کې به د دغې ډلې مشري ابو همام السوري او يا هم د اردن اوسېدونکو سامي العريد او يا هم ابو جلیبیب ته ورکړل شي.
عربي رسنۍ د القاعدې د سرچينو له خولې وايي، چې له القاعدې د جلا شوې ډلې هیئة تحریر الشام له اوږدو مذاکراتو وروسته له مخالفته لاس اخيستی او له ځينو نورو جهادي ډلو سره اختلافات لا هم په ځای پاتې دي.
داسې راپورونه هم تر لاسه شوي، چې هيئة تحرير الشام ډلې خپل يو شمېر هغه قومندانان له خالي سلا کولو وروسته نيولي، چې له القاعدې سره يې له يو ځای کېدو انکار کاو.
څو اونۍ وړانډې د القاعدې مشر ايمن الظواهري د هيئة تحرير الشام مشران د «بیعت» په ماتولو تورن کړي وو، چې پنځه کاله پخوا يې کړی و.
د يادونې وړ ده، چې القاعده ډله په سوريې او عراق کې وروسته تر هغه له کړکېچ سره مخ شوه، چې د دغې ډلې پر وړاندې داعش ډله راپورته شوه او جګړې يې ورسره پيل کړې.