د فرانسې ولسمشر له خپل چينايي سيال سره کتلي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۹مه) د فرانسې ولسمشر ښاغلي ايمانوئل مکرون په پيکنګ کې له خپل چينايي سيال شي جين پينګ سره لیدلي دي.
تیره ورخ د دوی په دې لیدو کې د دواړو ولسمشرانو مېرمنو او د دواړو لورو پلاويو هم ګډون کړی و.
د فرانسې ولسمشر مکرون چين ته د خپل لومړي سفر پر مهال په شي ان ښار کې پاتې شوی و.
هغه هيله لري چې د دې سفر په نتيجه کې به د چين او اروپايي اتحاديې تر منځ اړيکې پراخې شي.
بل خوا پيکنګ ډېری وختونه پر بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ ځيني محدوديتونه لګوي.
تیر سهار چې چين او اروپا بايد د سرکونو او کمربند نوښت پر پروژه ګډ کار وکړي.
د دې پروژې له مخې به د نوي عصر د ورېښمو لاره جوړه شي.