دنظامی په شعرونو کې طنزی توکي (۶)

پوهنمل محمود نظری
دنظامي په شعرونوکې کله هم د نارینو جفا د ښځو د بد ویلو لامل ګرځي. لکه
کله چې ساساني پاچا خسرو له خپلې خوبا څخه د مینې غوښتنه کوي ؛ هغه يي غوښتنه نه منې. هغه وایي :
به جلاب دگر نوشین کنم جام
به حلوای دگرشیرین کنم جام
د بل گلاب سره به پورته کړم جام
په بله حلوا به خوږ کړم خپل کام
بیا د مینې له حده تیری کوي لکه نور عام خلک وایي:
مزن زن را، ولی چون برستیزد
چنانش زن که هرگز بر نخیزد
مه واهه ښځه ولي که شوه په لانجه
داسی يي وهه چې بیاپورته نشي له ځایه
نظامي د لیلی او مجنون په مثنوی کې د مینی په هکله شعر کې هزل ته کاږل کیږي. هغه لیکي.
باشد همه روزه گوش در گوش
با شوهر خویشتن هم آغوش
کارش همه بوسه و کنار است
تو در غم کارش این چه کار است
هر ورځ وی سره غاړه غړۍ
دخپل میړه سره غیږ په غیږ جنۍ
کرۍ ورځ مچول په غیږ کې نیول دي
ته يي د کار په غم. داڅه کړل دي
یا
گه نار ترا چو سیب سایم
گه سیب ترا چو نار خایم
گه زلف برافکنم به دوشت
گه حلقه برون کنم ز گوشت
گه گرد گلت بنفشه کارم
گاهی ز بنفشه گل برآرم
گه در بر خود کنم نشستت
که نامه غم دهم به دستت
کله دی انار لکه مڼه موښم
کله دی مڼه په نازلکه انار ژویم
کله دې زلفي په اوږو اچوم
کله دی غوږ والی له غوږه باسم
کله دی دغاړی ګردچارپیره مچوم
کله له غوټيه ګل راباسم
کله دی په غیږ کې کښینوم
کله د غم لیک په لاس درکړم
هغه د ښځو د بې وفايي په هکله وايي:
زن دوست بود ولی زمانی
تا جز تو نیافت مهربانی
چون در بر دیگری نشیند
خواهد که دگر ترا نه‌بیند
ښځه ملګری وي مګر یو زمان
چې تر تا پیدا نه کړي مهربان
چې د بل چا تر څنګ کښیني
غواړي چي تا بیا ونه ویني
نظامې په دې شعرونه خلکو ته درسونه او عبرتونه ورزده کوي.
اخځونه
Ganjoor.net-1
Persian-language.org-2
Pezhuhish.com-3
Hawazh.net-4
Mollah1.blogspot.com-5
Ariarman.com-6