د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون چين ته خپل لومړی سفر کوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي۱۸مه) د فرانسې هېواد ولسمشر ښاغلي ايمانوئل مکرون چين ته خپل لومړنی رسمي سفر پيل کړى دى.
ویل شوي، چې د فرانسې ولسمشر به په چین کې پر تجارت، نړيوالو شخړو او اقليمي بدلون متمرکزې وي.
د دغه هېواد درسنیو له قوله؛ مکرون او مېرمن يې بریژیت مکرون دغه سفر نن د چين له شمالي ښار "شي آن" څخه پيل کړ.
دواړه به نن ناوخته د چين پلازمېنې پيکينګ ته لاړ شي. هلته به د چين له ولسمشر شي جېن پينګ او د هغه له مېرمنې سره په خصوصي ډول د ماښام ډوډۍ وخوري.
تردې سفر مخکې د فرانسې ولسمشر مکرون په شمالي کوريا او ايران کې د روانو بحرانونو په اړه د امريکا متحدو ايالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیليفوني خبرې وکړي.
ښايي پر دغو بحرانونو ښاغلى مکرون له خپل چينايي سيال سره هم بحث وکړي.
چين د شمالي کوريا عمده متحد هېواد ګڼل کېږي. ګڼو غربي هېوادونو له پيکينګ څخه غوښتنه کړې پر پيونګ يانګ فشار راولي چې د بالسټيک مېزائيلو او اټمي وسلو له ازموينو لاس واخلي.
د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليکونو کې د دغو وسلو پروګرامونه منع شوي دي.