نړيوال فضايي تم ځاى (ISS)

نړيوال فضايي تم ځاى يا International Space Station په فضا کې دانساني ژوند قابل سکونت ځاى دى، چې د 15 څخه زياتو هېوادونو په مشترکه رامنځته کړى. دغه فضايې سټېشن دځمکې څخه په نسبت لنډ مدار کې چورليږي. کابو دځمکې څخه يې فاصله د 330 څخه تر 435 کيلومتره پورې رسيږي ، نو په همدې اساس په ډېر لوړ سرعت يعنې 27700 کيلومتره في ساعت خرکت کوي،چې په همدې ترتيب په ورځ کې 15 ځله دځمکې له چاپېر تاويږي.
 
ددغه سټېشن ځينې وسايل دپخوا په پرتله نوي اضافه شوي،او لا جريان لري، کابو 450 ټنه وزن لري.
دغه سټېشن دناسا، د روسيې فضايې سازمان، د اروپا فضايي سازمان، د ژاپن او د کاناډا فضايي سازمان په ګډو هڅو رامنځته شوى، همدا ډول د برزايل فضايي سازمان، ناسا، ايټاليا فضايې سازمان، اروپا او هم په مستقل ډول په دې نړيوال فضايې سټېشن کې برخه اخلي. چين هم لېوال دى چې د روسيې په مرسته ددې سازمان غړى شي. په حقيقت د ISS فضايي سټېشن دځينو مشهورو هېوادو دفضايي لويو پروژو يو ترکيب دى. ددغه سټېشن دکنترول او اړوند دقېقو کارونو لپاره په دايمي ډول له 3-10 کسان همېشه بايد هلته شتون ولري. ددغه سټېشن له جوړېدو تر اوسه کابو 100 ميليارده يورو مصارف پرې راغلي، چې دبشر په لاس تر ټولو لويه پروژه بلل کيږي.

دغه سټېشن د 2000 کال راهيسې کابو 16 کاله په فضا کې شتون لري،او تر 2020 کال به ددې سټېشن عملياتي پروسه روانه وي.