معراج او زماني مشکل!

لومړی به یاد کړو، چې شکر الحمدالله موږ مسلمان یو او د معراج په واقعه شک نه کوو، دلته موږ غواړو مسلۀ په علمي لحاظ تربحث لاندې ونیسو، او توکل په خدای موږ به دموجوده قوانینو په اساس ثبوت ته ورسوو، چې واقعاً دانسان په توګه دحضرت محمد (ص) په ژوند کې دا واقع شوي پېښه قابل درک ده.

البرت انشټین دمعاصر فزیک پلار او فیلسوف خپله وروستی رسالۀ چې "ډي ارکلارنګ Die Erklarung" چې د "بیانیې" معنی ورکوي، په ۱۹۵۴م کال کې په امریکا کې په الماني ژبه ولیکله. دنوموړي دا رساله څه ناڅه مذهبي اړخ هم لري، لکه نوموړی په دې رساله کې اسلام دټولو ادیانو په منځ کې یو کامل او معقول دین ګڼلی، او په نورو ادیانو یې غوره والی ورکړی دی. انشټین په دې رساله کې د دعام نسبیت نظریه دقران او نبوي احادیثو سره چې نهج البلاغه او بخار الانوار پورې مربوط دي څیړلي او په خپله وایي: په هېڅ ځای او په هېڅ مذهب کې داسې رمز لرونکي الفاظ ما نۀ دي لیدلي، همدا الفاظ دي چې د "نسبیت" مغلقه مسلۀ واضح کولای شي، اما اکثر عالمان په دې نه پوهیږي. په دې اړه مو کټ مټ دانشټین دخولې خبرې راخیستي.

"دلته په امریکا کې دیو مجلس یوه وینا (حدیث) په یاد لرم چې دعالمانو او څیړونکو یوې ډلې په امریکا کې دتمسخر په پار بحث ته وړاندې کړ، خو دوی په دې نه پوهیدل چې دا تمسخر ددوی په نادانی او حماقت دلالت کوي.

دوی په هغه جلسه کې ویل: داسلام پیغمبر (ص) کله چې معراج ته تله، پښه یې داوبو ډک یو لوښي سره ولګیده، لوښی چپه او اوبو ترې روانې شوې، دنوموړي په خبره د اسمانو او نورو جهانونو ترلیدو وروسته، کله چې بیرته لومړني فزیکي موقعیت ته راوګرځیدم، لا هم د نوموړي لوښي څخه داوبو څاڅي روان وو،او لوښی کاملاً نه وو وچ شوی.

ما چې په دې مجلس کې دا ژوره، رمزلرونکي او کاملاً هیجاني وینا (حدیث) اوریده، ما په سترګو لیدل چې ددې احماقانو لخوا به دا خبره تمسخر کیده، او زه په هرڅه پوهیدم، خوددې ویرې چې ددوی دتمسخر او اعتقادي مخالفتونو ښکار نشم څه مې ونه ویل، خودزیات روحي فشار له امله په یوه بهانه دمجلس نه بهر شوم، خودوی سادګان په دې نه پوهیدل چې دلته په دې خبرو کې ډېر څه پټه دي.

څنکه ممکنه ده چې یوه شپه او دومره لویه فاصله دمعراج په شپه ووهل شي؟ که څه هم دا مسلۀ پوره مغلقه او ظاهراً ناممکنه ښکاري، خو البرت انشټین دمعاصر فزیک پلار دخپل نسبیت نظریې دثبوت لپاره معراج پېښه یو قوي ثبوت ګڼي.

موږ داپېښه دنسبیت په نظریه داسې تلوو:
دانشټین دخاص نسبیت نظریې په اساس؛ یا خو د اسلام پیغمبر (ص) مادي بدن په فوق العاده چټګ سرعت سره خرکت کړی، تردې چې نوموړي دمعراج ټولې وقایع دثانیې په یوه کوچنی برخه کې لیدلي دي، په ذروي فزیک کې ممکن یوه ذره دثانیې په زرمه برخه عمر کې هم ممکن دمیلیونهاوو پېښو سره برخورد وکړي. (لکه زیاتره کتابونه پردې دلیل دي، چې حضرت محمد (ص) دمعراج په شپه دزیاتو مختلفو پېښو سره مخ شوی.)

دوهم دا چې: دانشټین دعام نسبیت نظریې په اساس زمان دحضرت محمد (ص) دوجود دساعت په نسبت انبساط کړی، یا کش شوی دی؛ مثال زمان نسبت دحضرت محمد (ص) بدن ته یوه شپه، او نسبت داوبو لوښي ته دثانیې په اندازه تیر شوی، چون دهمدې نظريې په اساس هرڅومره چې سرعت چټک کیږي، وخت کمیږي. که لږ ساده ووایو دا چې دمعراج په شپه دحضرت محمد (ص) بدن سرعت نهایت زیات وو، دمتافزیک دقوانینو حاکمیت پر فزیک باندې، او دحضرت محمد(ص) بدن چې دنور سرعت نه هم په مراتبو زیات وو، نو کوچنی ترینه برخه دثانیې دکوچنی برخې څخه چې موږ ته دطبیعي درک وړ نده، حضرت محمد (ص) ته دیوې دقیقې یا ساعت په شان درک شویده، او نوموړي دا وقایع دوخت په یو کوچني جریان کې کتلي، او ترې تیر شوی.د پیغمبر (ص) دمعراج پېښه ددوه غبرګونو وروڼو پاراډوکس سره ورته والی لري، چې یو فضا ته ځي او ځوان پاتې کیږي، او بل په ځمکه کې پاتې کیږي او زړیږي. که بیا اوس څوک دا دلیل وایي چې په طبیعت کې دنور دسرعت نه چټک سرعت نشته، دا خبره اوسنی ساینس ردوي، ځکه نظر شتون لري چې جاذبوي وړانګې نور د سرعت څخه څوچنده زیات سرعت لرونکي دي.
والله اعلم
منابع: مختلف انټرنیټي سایټونه