ايت اللله خامنه يي:

روهي (دوه نۍ/۱۸ د مرغومي)، د ايران د ښوونې او روزنې شورا د ياد هېواد د دولتي او خصوصي ښوونځيو په لومړنۍ دوره کې د انګرېزي ژبې په تدريس بنديز لګولی او سرغړونه يې د قانون پر وړاندې کړنه بللي.
 
د ايران د ښوونې او روزنې د برخې د چارواکو په وينا، د ښوونځۍ په لومړنيو دورو کې بايد ايراني زده کوونکو ته د انګلېسي پر ځای پارسي او د ايران کلتور تدريس شي، د ښوونځۍ د لومړنۍ دورې له ز ده کړو وروسته انګلېسې او نورې ژبې هم جواز لري او هم په اجباري ډول تدريس کيږي.
 

څه موده وړاندې د ايراني مذهبي مشر ايت الله خامنه يي ويلي وو، "انګرېزي يوازې د عمل ژبه نه ده، نورې ژبې لکه هسپانوي، فرانسوي هم بايد زده شي، د ښوونځۍ په لومړنۍ دوره کې زده کوونکو ته د انګرېزي ژبې تدريس د بهرني کلتور تدريس په مانا دی او د خپل کلتور د هېرېدو."
 
د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ايران تر ډېره هڅه کوي، چې فارسي ژبې ته کار وکړي، دوی تر ډېره د نورو ژبو اصطلاحاتو هم په پارسي ژباړي او په دې سره د پارسي ژبې د بډاينې په هڅه کې دي.
 
ايران له کلنو راهېسي له امريکا او نورو اروپايي هېوادونو سره د اټومي وسلو پر سر په ټکر کې دی، چې ياد ټکر يې نړيوالې اړيکې هم اغېزمنې کړي دي.