ایران: پارلمان د وروستیو اعتراضونو په اړه ځانګړې غونډه کوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي۱۷مه) د ایران پارلمان نن یکشنبه په ایران کې د وروستینو سختو اعتراضونو په اړه  ځانګړې غونډه کوي.
ویل شوي، چې د دغه هېواد پارلمان د حکومت خلاف پر هغو اعتراضونو خبرې کوي چې څه باندې یوه اوونۍ یې دغه هېواد ته ټکان ورکړ.
دا غونډه چې د پارلمان اصلاح غوښتونکو غړو رابللې، د وروستیو نارکراریو پر علتونو غور کوي.
تمه ده چې د پارلمان غونډه د ایران په وخت د سهار په ۹ بجې پیل شي.
هلته ایسنا نیمه دولتي خبري اژانس په حواله، په پام کې ده چې د کورنیو چارو وزیر، د ایران د استخباراتي ادارې مشر او د امنیت شورا رئيس په دې غیرعلني غونډه کې ګډون وکړي.
دغه راز په پام کې ده چې د اصلاح غوښتونکو په غوښتنه زنداني شویو اعتراض کوونکو ته د قانوني مرستې د اجازې پر ورکولو هم خبرې وشي.