دملاچرګک ميلمستيا

ويل کيږي چي سُليمان عليه السلام ته مُلاچرګک راغی اوورته ئې وويل:سُليمانه په فلانۍ ورځ مي په فلانۍ جزيره کي مېلمه يې!
> سُليمان عليه السلام ورته وويل:زه دي يوازي مېلمه يم،که زمالښکردي هم مېلمه دی؟
> هُدهُد(ملاچرګک)ورته وويل:ته اوستالښکرمي ټول مېلمانه دي!
> سُليمان عليه السلام دټاکلي نيټې سره سم هغي جزېرې ته ځان دلښکرسره يوځای ورسوئ،کله چي ملاچرګک وليدل چي مېلمانه مي راغلل،هواته پورته شواويوملخ ئې ښکارکړ،بيائې په درياب کي وغورزوی،مېلمنوته ئې وويل:خورئ يې!که چاته غوښه ونه رسيږي،ښورواخووررسېږي له دې امله دامتل مشهورشوچي صبرکوه،که غوښه نه وي ښورواخوبه درورسيږي .

ليکوال:عصمت الله عزام