
روهي (يوه نۍ/۱۷ د مرغومي)، د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي چې دماغي حالت مې برابر دی، ستونزه نه لري او يو ښه نابغه يم.
نوموړی چې ځينې وخت په خپل کاري دفتر کې په غېرې منظم ډول ځينې چارې ترسره کوي، په ټوېټر د تمې خلاف لېکنې او همدا ډول ځينې وخت نا اشنا څرګندونې کوي، په اړه يې ويل کيږي، چې دماغي ګډوډي لري، خو تېره ورځ ولسمشر ټرمپ د خبريالانو پر وړاندې دا هذرڅه رد کړل او د خپلې کاملې روغتيا ډاډ يې ورکړ.
ټرمپ وايي، "په حقيقت کې زما په ژوند کې دوه لوې هستۍ دي؛ يو زما ښه دماغي حالت دی او بله زما ښه ځېرکتيا ده. زه يو ښه سوداګر وم او همدارنګه يو ښه د ټلوېزون ستوری، ما وکولای شول چې د ولسمشرۍ ټاکنې په لومړۍ هڅې سره وګټم او همداسې وشول."
ټرمپ زياته کړه، "زه نه يوازې چې يو نابغه يم، بلکې يو ښه غښتلی او ثابت نابغه يم، ما په ډېرو ښو کالجونو کې درس ويلي."
ولسمشر ټرمپ د ټاکنيز کمپاين څخه بيا تر نن پورې ځينې داسې کړنې، څرګندونې او تېوټونه کوي، چې په پوره ډول نااشنا او پام جلب کوونکي دي.