
روهي (يوه نۍ/۱۷ د مرغومي)، له لکه چې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ په پاکستان د در وغو تور پورې کړ او امريکا په پاکستان خپلې مالي او پوځي مرستې وځنډولې، پاکستان تېره ورځ د ترهګرۍ پر وړاندې خپله لومړۍ هڅه ګړندۍ کړه.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرتيا په خپرولو سره له ولس غوښتي، چې له هغه ۷۲ ډولو سره چې غېرې قانوني دي، مرستې ونه کړي.
د کورنيو چارو وزارت دغه خبرتيا د پاکستان په مهمو ورځپاڼو کې خپره کړې ده.
د پاکستان حکومت ولس ته خبرداری ورکړی، که چېرې څوګ له ياد ډلو سره هر ډول مرسته وکړي، نو له قانوني چلند او سزا سره به مخ شي.
له د ې وړاندې پاکستاني چارواکو ويلي وو، چې د امريکا له نېوکو وروسته به يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پام وړ اغېز رانشي، خو په دغه کړنې پاکستان د امريکا له نېوکو وروسته لومړی ګام واخېست.
يوه اونۍ وړاندې ټرمپ د پاکستان په وړاندې سختې څرګنونې وکړې او پاکستان يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کېط په دروغو تورن کړ.