
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۷مه) د پاکستان هېواد پر وړاندې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پاروونکي ټويټ وروسته د امریکايي او پاکستاني چارواکو دوه اړخيزه غبرګونونه لا روان دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ښاغلي خواجه اصف تیره ورځ ویلي، چې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه «زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی.»
هغه دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې امریکا پاکستان تر څار لاندې هېوادونو په نوملړ کې داخل کړی دی.
د ښاغلي اصف په خبره، د پاکستان پر ضد د امریکا بدنيتي ورځ تر بلې روښانه کيږي او زياتوي، چې «امريکا زموږ پر ضد له هرې وسلې او وسيلې کار اخلي، خو په هند کې د لږهکيو د حقونو سپکاوي ته پاملرنه نه کوي، په داسې حال کې، چې په هند کې د مسلمانانو په ګډون نور لږهکي د خپلو حقونو پر وړاندې وژل کيږي.»
نوموړي په تونده ژبه امریکا په دوه مخې او فريبکارۍ تورنه کړې او زياتوي، چې «د ترهګرۍ په نوم روانه جګړه د امریکا د ګټو جګړه ده، موږ د امریکا د ګټو لپاره هر څه کړي، خو امريکا له موږ سره تل له چل او درواغو کار اخيستی او اوس غواړي په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره نړۍ ته روښانه کړي، چې د دې ټولې ماتې پړه پر پاکستان ده، خو هېڅوک به ورسره دا ونه مني.»
بل خوا په پاکستاني چارواکو کې د امریکا پر ضد تر ټولو تونده ژبه د خواجه اصف ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په رسنيو او ټويټر پيغامونو کې د امریکا پر ضد څرګندونې کوي.
هغه ویلي، «يو نيم لک پوځيانو دغه جګړه ونه ګټله، څو زره به يې هم ونه ګټي او د امریکا د روانو هڅو يوازېنۍ پايله بيا هم ناکامي ده.»
ښاغلي اصف له امريکا غوښتي، چې بايد له افغانستانه ووځي او کومه پرېکړه، چې څو کاله وروسته کوي، بايد اوس يې وکړي او خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.