سوریه: په هوایي برید کې ٣٠ تنه وژل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي۱۶مه) د سوریې پلازمینې دمشق ته نږدې په یوه هوایي حمله کې د ماشومانو په گډون شاوخوا ٣٠ تنه وژل شوي دي.
ویل شوي، چې دا حمله د پنجشنبې په ورځ د غوطه په نامه سیمې په ختیځ کې شوې ده.
هلته د بشري حقونو د څار ډله چې په مرکز یې په بریتانیا کې دی وایي دا حمله پر یوې ودانۍ شوې ده.
هلته تر اوسه په دقیقه توگه نده څرگنده شوې چې دا هوایي برید د سوریې د حکومت او که د روسیې هوایي ځواکونه له لوري شوی دی.
 د سوریې د بشري حقونو ډله مسکو پدې خونړي برید تورنوي.
د روسیې حکومت د سوریې په کورنۍ جگړه کې د بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي او تر ډیره په هغه هېواد کې د حکومت د مخالفینو پر وړاندې هوایي بریدونه کوي.
د اسو شیتید پرس اژانس وایي چې د سوریې حکومت لاهم هغو سیمو ته د مرستو د رسولو مخنیوی کوي چې د جگړو په ترڅ کې "سخت تاواني" شوي دي.
د سوریې په کورنۍ جگړه کې چې د څه دپاسه شپږ کالو راهیسې روانه ده، د ماشومانو په گډون څه دپاسه ۴۷۵ زره کسان وژل شوي دي.