ټېلرسن په ۲۰۱۸ کال کې پر خپله دنده پاتې کېږي

(روهي - ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۶مه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي، دی غواړي چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې هم پر خپله دنده پاتې شي.
د ښاغلي ټېلرسن له دې خبرې وړاندې اوازې وې، چې ښایي نوموړی له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ترینګلو اړیکو له کبله ډېر ژر له خپلې دندې ګوښه شي.
هغه د جمعې په ورځ له سي ان ان ټلویزیوني سره په مرکه کې ویلي، چې دی فکر کوي، د ولسمشر ټرمپ اداره په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ډېره بریالۍ وه او اوس داسې پالېسۍ مخته وړي چې دی هیله لري چې له دې سره به ۲۰۱۸ کال هم ډېر بریالی وي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د ولسمشر ترمنځ اړیکې د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې ترینګېي شوې.
بل خوا امریکا کې د ان بي سي ټلویزیوني شبکې په تېر اکټوبر کې راپور ورکړی و، چې ټېلرسن په جولای میاشت کې د پنتاګون ترغونډې وروسته ولسمشر ټرمپ د خندا وړ بللی وو.
بیا په نومبر کې داسې راپورونه خپاره شول چې سپینه ماڼۍ د ټېلرسن د دندې د بدلېدو پلان لري.
 ټېلرسن تیره ورځ سي ان ان ته وویل چې ولسمشر په دې اړه هغه ته هېڅ اشاره نه ده ورکړې چې وښیې، دنده یې له خطر سره مخامخ وي.