د ښې حکومتوالۍ مهمې ځانګړنې!

حکومتونه د ولسونو استازي دي، ملتونو رایه ورکړې او د واک پر ګدۍ یې کښینولي دي، نو له همدې امله باید خپلو ولسونو ته ښه خدمات وړاندې کړي، تسهیلات ورته رامنځ ته کړي او د هغوی د ژوند د کچې لوړولو هڅه و کړي. که څه هم په نړۍ کې د حکومتونو بیلابیل ډولونه شتون لري چې یوه برخه یې هغه دي چې ولسونو په خپلو مستقیمو رایو ټاکلي او ځیني نور بیا شاهي بڼه لري چې واک پکې په میراثي ډول د څو تنو ترمنځ ښکته پورته کیږي خو په ټوله کې حکومتونه د خپل ثبات، ټینګښت او دوام لپاره یوه داسې ممثله اداره رامنځ ته کړي چې خلک یې د خپلو ارمانونو ترجمان و ګڼي. غوره حکومتونه هماغه دي چې خپلو خلکو پر وخت ښه خدمات وړاندې کړي او ټولو هغو برخو ته پام و کړي چې په ترڅ کې یې د رعیت په ژوند کې بدلون راتلی شي، اقتصادي، سیاسي او امنیت پرمختیا رامنځ ته کیدی شي او په ټوله کې یې اوږدمهاله هوساینه ډاډمنیدای شي. دا چې ښه حکومتونه کومې ځانګړنې لري؟ لاندې یې نهه مهمې ځانګړنې یادوو:
مشارکت (Participation):  دهیواد ټول نارینه اوښځینه وګړی باید دهیواد په کچه په ټولو مهمو پریکړو کی په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ګډون ولري، د قانون په رڼا کی خپل اواز اوچت کړی او پدې ډول پخپل لاس خپل راتلونکی و ټاکي. ددې ډول  ښه بیلګه  د بریتانیې د حکومت ټولپوښتنه وه، حکومت غوښتل چی باید بریتانیه د اروپایی ټولنې غړی وي خو د ولس خوښه داوه چی باید لدې ټولنې ووځي او پدې ډول پدې ټولنه کې خپل غړیتوب ته د پای تکي ور کړي هماغه و چې د ولس په مشارکت سره همداسې وشول، بریتانیه له اروپايي ټولنې ووتله او د وخت صدراعظم هم د ملت پدې پریکړې سره استعفی ور کړه.

  • د قانون حاکمیت (Rule of Law): قانوني چوکاټونه باید منصفانه، عادلانه او د پلي کیدو وړ وي، په ځانګړې ډول د بشري حقونو قوانین د هیواد په ټولووګړو باید یوشان پلی شي.  دقانون پلي کونکی بنسټونه لکه قضا‌ء، د کورنیو چارو وزارت، امنیت اوداسی نوری هغه اداری چی قانون پلي کول یی دنده ده باید پرته له کوم توپیري چلند عمل وکړی او په ټولو یو شان قانون پلی کړي.
  •  
  • شفافیت( Transparency ): معلوماتو ته لاس رسی، د اداراتو له اجرااتو نظارت کول، اداری پروسی اسانه کول او د موضوعاتو تعقیب هغه موارد دي چې د حکومتونو دروڼتیا او شفافیت ښکارندویی کوی او دا ثابته وی چی حکومتونه د ولس لپاره د خدمت اراده او توان لری.
  •  
  • مسؤلیت منل ( Responsiveness): مسؤلیت منل د ښې حکومتوالۍ مهم اصل دی، حکومتونه باید د خپلو ولسونو د پرمختګ، ترقۍ او ژوند ښه والي اړوند خدمات وړاندې کړي او د یوې مسؤلې ادارې په توګه را دبره شي. د خلکو غوښتنو، نیوکو او وړاندیزونو ته ځواب وویل شي. په دی معنی چی ټول هغه کسان چی اړوندو ادارو  ته د خپلو ستونزو او چارو د اجرا په موخه ورځي باید اړونده اداره یې د یوه مسولی اداری په توګه ستونزې ور حل او لازمې لارې چارې ور په ګوته کړي. ښه حکومتونه د خپل  رعیت د ستونزو حلول په لوړ لومړیتوب کې ځایوي او وخت په وخت ترې څارنه کوي.



  •  
  • د اجماع رامنځته کول(Consensus Orientation): پیاوړي حکومتونه د هغو مساییلو په اړه چې ملي ګټې ډاډمنوي د خلکو ترمنځ اجماع رامنځته کوي، خلک پوښتي او یوې ګډې حل لارې ته رسیږي، وروسته د یادو پریکړو د پلي کولو لپاره په ممکنه لارو، پروسیجرونو او پالیسیو فکر کوي. د اجماع رامنځته کول د ښه حکومتوالی له مهمو فکتورونو څخه شمیرل کیږي.
  • مساوات ( Equity): د هیواد ټول وګړی نارینه اوښځینه باید د ښه ژوند کولولپاره له یو شان فرصتونونو برخمن وي. د اسلام مقدس دین چې زمونږ تر ټولو لوړ ارزښت دی هر چاته بیلابیل حقوق ټاکلي چې ددې حقونو پرځای کول د ښې حکومتوالی مسؤلیت او دنده ده چې باید د پرځای کولو لپاره یې ګړندۍ هڅې و کړي.
  •  
  • موثریت اومثمریت (Effectiveness and Efficiency): ښه حکومتونه هڅه کوي چې د هیواد له شته سرچینو څخه اعظمي ګټه واخلي، پداسې ډول یې مصرف کړي چې د ولس هوساینه تضمین کړي. له لږو امکاناتو څخه ډیره ګټه اخیستنه هغه څه دي چې د ښې حکومتوالۍ بنسټ تشکیلوي، ددې موخې د ترلاسه کولو لپاره باید حکومتونه هڅه وکړي کاري ظرفیتونه لوړ کړي، پیاوړي او متخصص کدرونه په کار و ګماري او راتلونکی کاري ځواک پداسې ډول و روزي چې و کړای شي په اړونده برخه کې پوره کار وکړي.
  •  
  • دحساب ورکول (Accountability): حکومت باید د حساب ورکونې یو خاص میکانیزم رامنځ ته کړي داسې چې د کړنو او اجرآآتو حساب ور کول یې یو روڼ بهیر وي. د حکومت دننه تصمیم نیونکي او مدني ټولنې دیوه ښه حکومت په چوکاټ کی دنده لري چې عامو وګړو سره دهری برخی معلومات شریک کړي چې پر بنسټ یې ولس قضاوت و کړي چې حکومت یا ممثله اداره یې په کومه خوا روانه ده. پدې ډول نه یوازي ولسونه له حکومت سره مرسته کوي بلکه له بله اړخه فاسد چارواکي مجبوریږي  چې ځان ټول کړي او د حساب کتاب له ویرې سمو اجرآاتو ته مخه کړي.
  •  
  • ستراتیژیک لیدلوری(Strategic Vision): رهبران او د ولس زمامدارن باید د خپلو ولسونو د ښه ژوند، پرمختګ او هوساینې لپاره اوږدمهالي پروګرامونه او پلانونه و لري چې له امله یې ورځ تر بلې په ژوند کې بدلون راشي. د بیلګې په ډول اقتصادي ودې لپاره پروګرامونه، د لوړو زده کړو په برخه کې اوږدمهاله برنامې او داسې نور هغه څه دي چې د ولسونو راتلونکی ډاډمنوي او ملتونه د ډاډمن راتلونکي په لور رهبري کوي.

  •