
روهي (نۍ/۱۶ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتونو د دفاع وزير جنرال جېمز ماټېس وايي، چې د امريکا له مالي بنديزونو وروسته د پاکستان د غبرګون په اړه اندېښنه نه لري.
جېمز زياته کړه، "پخوا هم د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړېکې خرابې شوې، چې په پايله کې پاکستان د امريکا ځواکونو په هغه اکمالاتو لارې بندې کړې چې د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل."
نوموړی وايي، چې د پاکستان او امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ د اړيکو د بيا ښه کېدو هڅې روانې دي، که چېرې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ او رېښتنې کړي، نو امريکا به ورسره خپلې مرستې بيا پیل کړي.
د واشنګټن او اسلام ترمنځ د اړيکو په خرابېدو داسې تمه کيږي، چې پاکستان به خپلې اړيکې له چين سره پراخه او ښې کړي، خو د ماټېس په وينا داسې کومه اندېښنه شتون نه لري.
د ولسمشر ټرمپ له څرګنونو وروسته، امريکا پر پاکستان دوه مېلېارده امريکايي ډالره مرستې وځڼدولي، چې د امريکا او پاکستان اړيکې يې ترېنګلې کړې.