اردوغان:

روهي (نۍ/۱۶ د مرغومي)، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان تېره ورځ په پاريس کې له ولسمشر امانويل مکرون سره لېدنه وکړه او دواړو په يو ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخېسته.
 
ښاغلي اردوغان په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب په اړه وويل، "ترکيه په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب د اوږد انتظار څخه نور ستړې ده، مونږ نه شو کولای اروپايي ټولنې ته زارۍ وکړو چې مونږ درسره واخلئ، اروپايي ټولنې د ترکيې هغه غوښتنې چې د يادې ټولنې د غړيتوب په پار يې کړې وې، د دراوزو شاته بې پامه پرېښودې."
 
اردوغان وايي، "ترکيې د اروپايي ټولنې په اقتصادي کمېټه کې د غړيتوب لپاره په ۱۹۸۷ کال کې وړانديز کړی وو، لسيزې تېرې شوې، خو وړانديز باندې کار ونه شو او همداسې پاتې دی."
 
له بلې خوا، د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون وويل، چې اروپايي ټولنه کولای شي، چې د ترکيې د غړيتوب پرځای ترکيه ديادې ټولنې مشارکت واخلي، د مکرومان په وينا په ترکيه له پوځي کودتا وروسته په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړيتوب چانس له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.