د روهي وېب پاڼې يوه بله هڅه: بيړني او نور مهم خبرونه په انګلېسي ژبه   Breaking and Important News in English, with Rohi Website

د روهي وېب پاڼې مشرتابه، تخنيکي - نشراتي ډله او ټول کارکوونکي په دې لټه کې دي، چې خپل هېواد او هېوادوالو ته په داسې ډول چوپړ وکړي چې تر دې وړاندې نه وي تر سره شوی او بې ساری وي. په دې برخه او هڅه کې روهي وېب پاڼه تر ډېره بريالۍ او ړواندې تللې ده.
 
مونږ د خپل غښتلي کاري ټيم، د هېواد په دننه او بهر کې د روهي وېب پاڼې د خبريالانو او د هېواد د نوښتګرو لېکولانو او زمونږ قلمي همکارانو پر مټ هڅه کوو، ترڅو په کور دننه، سيمې او نړۍ کې مهم او اړين خبرونه، سياسي اوښتونه، د سپورټ په نړۍ کې برياووې او لاس ته راوړنې، د ټېکنالوژۍ په برخه نوښتونه او نور ډېر څه خپلو هېوادوالو او لوستکونو ته په وړ، مناسب، کم وخت، خو په دقيق، څرګند او بې پرې ډول ورسو.
 
چې په دې هڅه کې د لوی خدای (ج) په نصرت، ستاسو ګرانو لوستونکو په هڅونې او مينې، د خپلو قلمي همکارانو په صادقانه همکارۍ او لوړ مرال سره تر ډېره بريالي شوي هم يو.
 
موده وړاندې روهي وېب پاڼه (د روهي خبرې کوي Rohi Talks) په نوم يوه نوې خپرونه پيل کړه، چې په لومړي پړاو کې د هېواد، سيمې او نړۍ په مهمو مسايلو له خپلو لوستونکو او لېدونکو سره مخامخ خبرې - اترې کوي، د لېدونکو اندونه او لېدلوري اوري او له نورو لوستکونکو او لېدونکو سره يې ګډوي.
 
په دويم پړاو کې به حکومتي مسوولين، د اندونو (نظر) خاوندان، شننونکي او نور مسوول کسان مېلمه کوي او پر روانو ستونزو، ناخوالو، وړاندېزونو او لاس ته راوړنو به ورسره مخامخ ګردي مېزونه او مرکې کوي.
 
روهي وېب پاڼه اوس مهال د هېواد په ملي ژبو (پښتو او دري) خبرونه خپروي او همدا ډول، په پښتو او دري سربېره، په انګلېسي او د نړۍ په نور ژبو لېکنې او مقالې نشر ته سپاري.
 
د روهي وېب پاڼې مشرتابه په دې هڅه کې دی، چې د پښتو او دري ژبې له خبري چوپړ وريخوا په انګلېسي ژبه هم خبري سرويس ولري او په انګلېسي ژبه خبرونه خپره کړي. په دې هڅې او کړنې سره به وکولای شو، ترڅو د روهي وېب پاڼې د هغه لوستونکو مالومات ور زيات کړو او له مهمو پېښو يې خبر وساتو، چې پښتو او دري ژبو نه پوهيږي.
 
له بلې خوا به مو، په دې کړنې سره د خپلو هېوادوالو زده کړيزه کچه لوړه کړي وي، د انګلېسې ژبې د خبرونو په خپرولو سره به، لوستونکي د خبري مالوماتو ترڅنګ د انکلېسي ژبې د مطالعې چانس هم تر لاسه کړي.
 
مونږ ستاسو رغونکي (تعميري) نظرونه، نېوکې، وړانديزونه او لارښوونې په ورين تندي منو، د قدر په سترګه ورته وګورو او د پلې کېدو په تکل کې يې يو.
په درنښت
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسوول مدير