د امريکا د بهرنيو چارو وزارت:

روهي (جمعه/۱۵ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو وروسته نن ورځ اعلان وکړ، چې امريکا به تر هغه وخت پورې پاکستان ته پوځي مرستې ورنه کړي ترڅو چې ياد هېواد د حقاني ډلې او طالبانو پر وړاندې په عملي کړنو لاس نه وي پورې کړی.
 
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، دا پرېکړه يې وروسته له هغې وکړه، چې دترورېزم پر وړاندې مبارزه کې امريکا د پاکستان په اړه ناهېلې شوه.
 
يادې پوځي مالي مرستې چې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو له لورې له پاکستان سره کېدلې سره نن ورځې وځنډېدې، خو وزارت نه دې ويلي چې يادې مرستې څومره امريکايي ډالر وو.
 
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چرواکو هيله ښوودلي چې په پاکستان به د پوځي مرستو په دې ځنډ سره درک کړي، چې امريکا د پاکستان د مبارزې په اړه ناهېلې شوې ده، او پاکستان به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ريښتنې کړي، ترڅو د امريکا باور تر لاسه کړي.