
روهي (جمعه/۱۵ د مرغومي)، څلور ورځې وړاندې ا مريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په ټوېټر ولېکل، چې امريکا په تېرو پنځلسو کلنو کې پاکستان ته ۳۳ مېلېارده ډالر ورکړل، خو پاکستان د امريکا له مشرانو احمقان جوړل کړ او په ۱۵ کلنو کې يې له درغو پرته بل څه امريکا ته ورنه کړل.
د ټرمپ د يادو څرګندونو په غبرګون د پاکستانياو په لارينونو لاس پورې کړ او يادې څرګندونې يې رد کړې، لاريونکونکو د پاکستان له حکومت غوښتنه وکړه چې د ټرمپ د يادو څرګندونو پر وړاندې د پاکستانيانو حيثت وساتي.
له د ې وړاندې هم پاکستاني چارواکو غبرګون ښودلی وو او په وينا چې امريکا په افغانستان کې د خپلې ماتې غوسه په پاکستان اچوي.
د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف هم د پاکستان له اوسني لومړي وزير غوښتنه کړې وه، چې پاکستان بايد په خپلو مټو ودروي ترڅو په پاکستانيان په راتلونکې کې د امريکا د مرستو اړ نه وي او حيثت يې ساتلی وي.