
روهي (جمعه/۱۵ د مرغومي)، د ايران د حکومت پر وړاندې تېره ورځ هم لاريون کونکو لاريونونه تر سره کړل، "د ايرانيانو ملاتړ وکړی، نه د ايران د دېکتاور نظام" تر شعار لاندې واټونو ته روتلې وو.
لاريونکونو د ايران د حکومت يو دېکتاتور حکومت ياد کړ او نړيوالې ټولنې څخه يې هيله درلوده ترڅو د ايرنيانو بشري حقوقو خوندي کړي او غږ يې وواري.
دايران حکومت ادعا کوي، چې د لاريونونو ترشا د امريکا د سي آی اې، اسرائيلو او سعودي عربستان لاس دی، خو د امريکا متحدو ايالتونو د حکومت پر وړاندې د لاريونکونکو ملاتړ کړی، په يادو لاريونو کې يې هر ډول لاس لرل رد کړې دي.
د تېر کال د دسېمبر څخه په اېران کې د حکومت پر ضد مظاهرې کيږي، چې کابو ۴۲ زره کسانو په کې برخه اخېستي، له حکومت سره په تاوترېخوالې کې تر اوسه ۲۲ کسان وژل شوي او ۴۵۰ نور د حکومت له خوا نېول شوې دي.