دخواشينۍ پيغام

څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
چــــې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغوړېږي
په ډېرې خواشينۍ سره خبرشوو چې ځوان ،شاعر،قلم وال اودزراعت وزارت كاركوونكي انجنيرعبدالقدير (تعليميار) دشهات جام نوش كړ.
انالله وانااليه راجعون
تعليميارصاحب په داسې وخت كې له نړۍ څخه كوچ وكړچې دده دڅورلۍ موټردكابل جلال ابادپرلويه لار ټكروكړ،موږښاغلي شهيدتعليميارته دفردوس جنت اوكورنۍ ته يې دجميل صبرغووښتونكي يو،اوپه دې غم كې ورسره ځان شريك بولو.
روح دې يې ښاداو ياد دې يې تل ژوندى وي.
دمحاذ اوونيزې دادارې لخوا