
هغې ترې وپوښتل ، چې په رښتيا څومره مينه ورسره لري ؟ هغه حيران شو ، نه پوهېده له هغې سره چې دا دومره عمر يې تر يو چت لاندې يوځای ورسره تېر کړی ، په رښتيا څومره مينه لري ؟ هغه نه پوهېده ، چې خپله مينه څنګه اندازه کړي ؟ په سوچ کې ډوب شو ، فکر يې وکړ چې که بېرته ځوان شي او د ټولو هغو ښکلو تر منځ چې ده په خپل عمر کې ليدلي ، د انتخاب واک ولري نو به دی څوک غوره کوي ؟ چې څومره يې ولټول ، تر خپل همدې انتخاب يې بل غوره ونه موندل . په سوچ کې ډوب شو ، چې که تر مرګ وروسته په جنت کې حوره ورته راشي ، فکر يې وکړ چې که دحورې شمايل د هغې په څېر نه وي او که اروا يې د هغې نه وي ، نو تر هغه جنت خو همدا خاورينه غمکده غوره ده ! هغې ترې بيا وپوښتل ، او ده يوازې خپل سوچونه ورسره شريک کړل .