اصف غفور: د امریکا او پاکستان سیاسي شخړې د افغانستان وضعیت ګواښي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۴مه) پاکستاني پوځي چارواکو امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ سیاسي شخړې به د افغانستان پر امنیتي وضعیت منفي اغیز پرېباسي.
د دغه هېواد د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون ورځ له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل؛ امریکا او پاکستان لا هم د یو بل متحد دي خو پاکستان به هیڅکله له خپل حیثیت او ویاړ سره معامله ونه کړي.
هغه زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالاتو په نوې ستراتیژي کې د هند لپاره یو مهم رول په پام کې نیول شوی خو پاکستان د هیچا له خوا د امنیت لپاره ضمانت ته اړتیا نه لري او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره به خپل هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي اصف دا هم ویلي، چې پاکستان د ائتلاف له ځواکونو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته کړی او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره باید نور ګامونه پورته شي.
نوموړي په افغانستان کې د هند حضور په اړه د پاکستان پوځ اندیښنې څرګنده کړه.
د پاکستان پوځ ویاند په خپلو خبرو کې ادعا کړې، چې هند د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې فعالیت کوي، له ترهګرو مرستې کوي او ټینګار یې وکړ چې د کولباشن یادو نیونه د هند د ویجاړونکي فعالیتونو یو ښه مثال دی.