
روهي (پنځه نۍ/۱۴ د مرغومي)، په واشنګټن کې چارواکي په دې خبرې کوي، چې د امريکا په شمول د نړۍ د يو شمېر هېوادونو لکه اروپايي ټولنې او سعودي عربستان له خوا په پاکستان اقتصادي او نور بنديزونه ولګوي.
په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتونو پخواني سفير زلمي خليزاد ازادۍ راډيو ته ويلي، "د امريکا په احتمالي بنديزونو کې به د (ای ايس ای) هغه کسان چې د افغانستان پر ړواندې کړنې کوي دامريکا په تور لېسټ کې به شامل شی، چې په پايله کې به په امريکا کې د دوی شتمنۍوتړل شي، دوی او د دوی د کورنۍ غړي به امريکا ته بيا سفرونه نشي کولای."
ښاغلي خليزاد همدارنګه ويلي، چې د پاکستان ملکي خلک، له پنجابيانو نېولي بيا تر پښتنو او بلوڅو پورې به وهڅول شي، ترڅو د پاکستان د وران سياست پر وړانددې ودريږي.
ښاغلي خليزاد ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د په اسيا او اروپا کې به ټول هغه هېوادونه چې له امريکا سره ښې اړيکې لري وهڅول شي، ترڅو پر پاکستان د احتمالي اقتصادي بندېزونو په ګام کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف د پاکستان په اوسني لومړي وزير غږ کړی، ترڅو په داسې کړنو لاس پورې کړي چې پاکستان د امريکا له مرستو رابهر شي او نور پاکستانيان له داسې پېغورنو سره مخ نشي.
د جنورۍ په لومړۍ نېټه د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ په خپل يو ټېوټ کې، د پاکستان په اړه وويل، چې امريکايي مشرانو د تېرو ۱۵ کلنو په ترڅ کې پاکستان ته ۳۳ مېلېارده ډالر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې کې د مرستې لپاره ورکړل، خو په پاکستان يې په بدل کې له دروغ بل څه زمونږ مشرانو ته ورنه کړل.