
(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،مرغومي ۱۴مه) په ایران هېواد کې لا هم د حکومت پر ضد لاریونونه دوام لري.
په ټولنیزو رسنیو کې د تیرې ورځې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې په دغه هېواد اعتراضي غونډې روانې دي.
په ورخه کې پر ایران باندې د نړیوالو نیوکې هم زیاتې شوي دي.
امریکايي چارواکو ویلي، د هغو عاملانو د تحریمولو په لټه کې دي چې لاریونوال ځپي او په ډله کې یې د ایران ملي راډیو ټلوېزیون هم شته.
ویل شوي و، چې په ایران کې د لاریونونو له پیل راهیسې پر ټولنیزو رسنیو او اینټرنټ ته لاسرسی محدود شوی چې له امله یې د ایران د روان وضعیت په اړه خبرونه په ځنډ خپرېږي.
د راپورنو له مخې، د ایران په ۱۱ ښارونو کې پرلپسې د حکومت ضد اعتراضي غونډې او لاریونونه ترسره شوي دي.
هلته په لنجان، خرم اباد، ماشهر، ایذه، خمینی شهر، ابادان، تهران، مسجد سلیمان، تبریز، شیراز، سنندج او همدان کې لارو او کوڅو ته حکومت ضد لاریونوال راوتلي وو.
لاریونوالو له ځان سره دا شعار لېږداوه چې "ملت ګدايي کوي د (ایران رهبر) خدايي کوي"
په ایران کې حکومت ضد لاریونونه تېره پنجشنبه پیل شوي چې تر دې دمه په کې د ۲۱ کسانو د وژل کېدو خبر ور کړل شوی دی.
که څه هم لاریونونه په پیل کې د توکو د بیو د لوړوالي له امله و، خو لاریونوالو په چټکۍ پخپلو شعارونو کې د ایران رهبر په نښه کړ او له دندې د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.
دا په داسې حال کې ده، چې ایت الله خامنه يي له ۱۳۶۸ کاله راهیسې د ۲۸ کلونو لپاره د ایران رهبر دی.