
په عربي الااماراتو العين کې موږ په یوه بلډينګ کی دیرش(۳۰) افغانان اوسیږو۰خو کله چی دهند او افغانستان تر منځ د کرکېټ شل اوريزو لوبه پیل شوه۰دکریم صادق اونوروز منګل په اوټ کیدو افغا نان ډیر زیات خفه شول ۰کله چې دا مساپر افغانان پوه شول ،چې افغانان لوبه بايلي ۰نو یو دبل کوټو ته يې تګ راتګ شروع کړ۰
اخیر دلوبې په لیدوسره ډیر افغانان دخپلو ګوټو نه ووتل۰ (بهر ووتل )په تلیفو نو یی دلوبې څارنه کوله دلوبې په ختمیدو اوبايللو دټولو افغاتانو ته ته سر خوږی پيدا شو ۰اوټول افغانان دماسخوتن لمونځ د ادا کولو لپاره چې په جماعت کی سره راټول شول شمیر یی تر ۲۰۰ افغانانورسیدو ۰ټولو (دا خبره)کوله چې په سر مو درد لګیدلی دی ۰او څو تنه يې دپښتونخوا د سيمې وروڼه وو . په دې ډله کې ځينې سپین ږيري افغانان هم وو ، چې دلوبې د بايللو له امله يې همدا ډول شکايت درلود .
سره له دې ، چې د ټولو سرونه خوږیدل خو دکرکټ ملي لوبډلې ته دنورو بریاوو غوښتنه کوله۰ویل يې ، چې الله(ج) دې په راتلونکې کې د بیا ځل لپاره تل کا میاب اوسرلوړي کړی امین ثم امين
پاتې دنه وي د ، چې لمر تلویزیون او ځينو نورو رسنيو نه خلک خفه وو ، چې خپلې ژمنې يې تر سره نه کړې او د کرکټ لوبه يې په ژوندۍ بڼه خپره نکړه .
ورور موسيد کريم خوستی
د روهي ويب پاڼې ادارې يادونه :
نه يوازې په عربي اماراتو کې تاسو دوستان بلکې په ټولو نړۍ کې افغانانو د دې لوبې ليدنه کوله . کيدی شي ستاسو په څېر نورو ډېرو افغانانو هم ورته حالت درلود .
خو که واقعيتونو ته ځېر شو نو بيا به ويلی شو ، چې افغان لوبډله که لوبه بايلې هم ده خو بيا هم اتلان دي .
د دغه لوبډلې زياتره ستوري د مهاجرو په کمپونو کې دا لوبه زده کړې او بيا يې تر دې ځايه ځانونه رسولي . دوی په کمه موده کې دومره برياووې په نصيب شوې ، چې نړۍ يې ګوته په غاښ کړې ، هغه په داسې يو دولت کې ، چې د شمال ټلوالې په انحصار کې دی او د له دې لوبډلې سره ، چې غړي يې پښتانه دي د مېرې چلند کوي . د افغانستان حکومت لخوا د يادونې وړ کوم ملاتړ د دوی نه دی شوی .
که چېرې په ټولو مسايلو باندې خبرې کوو ، په لنډو څو کرښو کې نه خلاصيږي . له همدې امله د دې لوبډلې مينه والو څخه هيله کوو ، چې له شخصي امکاناتو استفاده وکړي او د دې ټيم د ﻻ پياوړي کيدو په ﻻره کې مرسته وکړي .
موږ په دې اند يوو ، چې ټول چانسونه له ﻻسه نه دي وتلي او انشاالله دغه لوبډله به ډېرې وياړنې هېواد ته په برخه کړي . انشاالله