د پاکستان د کابينې بيړنۍ ناسته

روهي (څلورنۍ/۱۲ د مرغومي)، وروسته له هغې چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې په دورغو تورن کړ او ياد هېواد يې د ترورېستانو لپاره د جنت غوندې د خوندي پټځايونو هېواد ياد کړ، پاکستان په دې اړه غبرګون وښود او نن ورځې يې حکومتي کابينه د يادې موضوع په اړه بيړنۍ ناسته کوي.

تېر ورځ ولسمشر ټرمپ په خپل يو ټوېټ کې ولېکل، "په تېرو ۱۵ کالنو کې امريکا په احقمانه ډول پاکستان ته ۳۳ مېلېارده ډالر ورکړل، پاکستان يې په بدل کې مونږ ته د دروغو ژمنې راکړي او زمونږ مشران يې تېرايستل، پاکستان هغه ترهګرو ته خوندې پټنځايونه ورکړل د کومو پر وړاندې چې مونږ په افغانستان کې جګړه کوو."

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف وويل، چې امريکا د افغانستان په جګړه کې پاتې راغلي او په د اړه يې غوسه راپارېدلي، چې داسې څرګندونې کوي.

د راپورونو پر بنسټ د پاکستان د لومړي وزير تر مشرۍ لاندې د ياد هېواد کابينه بيړنۍ ناسته کوي، په ناسته کې به د پاکستان په اړه د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ټرمپ د ورستيو څرګندونو په اړه بحث وشي.

د ټرمپ څرګندونې په افغاسنتان کې له تود هرکلي سره مخ شوي، د افغان چارواکو په وينا د ټرمپ اوسنۍ څرګندونې هغه څه وو، چې افغان حکومت يې ۱۵ کاله وړاندې غوښتنه درلوده.