پرکندهار باندې يرغل ..

د افغانستان په لويديځ کې د استراتيژيکې اډې جوړول ؟،او که له مخالفينو سره د دولت د مصالحې د پروسې شنډول ؟ او که دا دواړه ؟
دا خو څرګنده ده چې دافغانستان په لويديځ کې د امريکا د استراتيژيکې اډې د جوړوليدولپاره يوازي پر مارجه باندې مسلطيدل کفايت نکوي ، بلکه د يوې داسې نظامي اډې لپاره چه وکولي شي ټوله سيمه تر څارنې لاندې ونيسي پريوې پراخې سيمې باندې واکمنۍ ته اړتيا ليدل کيږي نو لدې کبله امريکا غواړي په لومړي ګام کې د دې موخې لپاره د افغانستان په لويديځ کې يوه پراخه سيمه تر خپل کامل کنټرول لاندې راولي لدې کبله پر لوي کندهار باندې عمليات په لاره اچول کيږي . او په دوهم ګام کې به هغه د مصالحې پروسه چې دافغانستان دولت يې د ښاغلی کرزي په مشرۍ او د ناتو د ځني اوروپايي دولتونو په توافق غواړي په لاره واچوي شنډه کړي . که د افغانستان دولت او داوروپا ځيني دولتونه چې د امريکا د غوښتنې په اساس د افغانستان په ګرداب کې ښکيل شوي غواړي چې په افغانستان کې ستونزې د مصالحې له لارې هواري شي خو د امريکا تصرفات پدې دلالت کوي چې نه غواړي دا پروسه کاميابه شي نو ځکه يې د شنډيدلو په هکله ګامونه پورته کوي .
دلندن په کنفرانس کې چې د ناتو د پيمان د غړو هيوادونو له لوری د افغانستان د کشالې اړوند داير شو او دامريکا جمهور ريس اوباما پکښي ګډون و نه کړ دا پريکړه وشوه تر څو د افغانستان د دولت له لوری د مصالحې پروسه تائيد او تقويه شي ، او دافغانستان دولت ته واک ورکړ شي چې دا پروسه د دولت له مخالفينو سره تعقيب کړي . د ناتو د پيمان ګڼ شمير هيوادونه غواړي د افغانستان له کړکيچ نه ځان وژغوري په تيره هغه هيوادونه چې غواړي خپل اقتصاد پياوړي کړي پرځاي د دې چې د امريکا د مصلحتونو لپاره په جګړو کې ښکيل وي ، د دې ليدلوری په اساس دا هيوادونه د مصالحې د پروسې حمايتکونکي هيوادونه دي .
د لندن د پريکړې سره سم په افغانستان کې د امريکا ميشتوځواکونو پر مارجه باندي د نظامي يرغل اعلان وکړ ، دا د مصالحې د پروسې اړوند لومړی مخالف دريځ و ، خو سره لدې د افغانستان دولت د ښاغلي کرزي په مشرۍ د دولت له مخالفينو سره د مصالحې پروسه په لاره واچوله او پدې هکله يې عملي ګامونه واخيستل ، د افغانستان دولت د طالبانو له ځيني مشرانو سره پټي خبرې په لاره واچولې ، خو امريکا د خپل استراتيژيک ملګری پاکستان په ذريعه هغه خلک ونيول چې دافغانستان دولت د مصالحې اړوند ورسره خبرې په لاره اچولي وې ، دغه حرکت د مصالحې پروسه زيانمنه کړه او دافغانستان د دولت اعتماد يې د مخالفينو په وړاندې د خبروپه هکله کمزوری کړ اودښاغلي کرزي د سياسي ادارې اود امريکا د سياسي ادارې تر منځ يي يو ځل بيا کړکيچ راپيدا کړ .
د موږ ټولو په ياد دي چه د اوباما د انتخاباتي دورې د کمپاين شعار دا وو چه دامريکا نوې اداره به خپلې ستونزې له اسلامي نړي سره د خبرو له لارې هواروي د هغې جګړيزې تګلارې مخالفه لاره به خپلوي کومه چې د جورج بوش ادارې خپله کړې وه او امريکا يې له ګڼ شمير ستونزو سره د اسلامي نړۍ په سطحه مخ کړې وه . د همدې شعار په پايله کې د امريکا ولس چې له اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره لاس ګريوان شوې وو اوباما ته رايه وکړه تر څو لدې ستونزمن حالت نه نجات ورکړي . په پيل کې د دې موخې لپاره چې د اسلامي نړۍ سره د خبرو له لارې کشالې حل شي استراتيژۍ کيښودل شوې او د اسلامي نړۍ ولسونه او حکومتونه په تمه شول چې ګواکې جمهور ريس اوباما به د مسآلمت آميزې لارې نه ټولې رولاړې شوې ستونزې هوارې کړي ، کړکيچنو سيمو ته خاص استازي وټاکل شول تر څو نوې استراتيژۍ چې د خبرو په بنياد ټينګار کوې په کړکيچنو سيمو کې پلې شي .
که دلندن کنفرانس او د ناتو په پيمان کې غړي هيوادونو او دافغانستان دولت د امريکا د نوي جمهور ريس اوباما له شعاراو تګلارې سره سم پريکړه کړي ، نو بيا ولي امريکا د دې تګلارې مخالفت کوي ؟ آيا همدا د امريکا د ديموکرات رئيس پاليسي نوه چې په اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان کې به کشالې د خبرو له لارې هواروي ؟ دا پوښتنې د امريکا په هکله ځکه کيږي چې د امريکا اوسنی حکومت د خپلو وعدو او تګلارې اړوند په مغايره لاره حرکت کوي ، که په اسلامي نړۍ او په خاصه توګه په افغانستان کې د مصالحې زمينه سازي کيږي له هرچا وړاندې د امريکا دولت د هغې پروسې د شنډول په هکله په عملي ډګر کې ګامونه اخلي ، له افغانستان نه پرته د نړۍ په کچه په نورو شخړو کې هم هيڅ رازپرمختګ و نشو آن تر دې چې هغه جريانونه کوم چې څه ناڅه د خبرو تمه پکښي کيدله هم مړه شول ...
دير کتونکي د دې پوښتنو په ځواب کې وايي : د امريکا حکومت تر هر څه وړاندې د يهوديت په خدمت پړ دې ، په نړۍ کې په منظمه توګه ټولنيز کړکيچونه پيدا کول اوپه منظمه توګه د هغه کړکيچونوخورول ، او په نړيواله کچه د نړيوال يهودي نظام خپرول او جوړول ، د ماديت په ذريعه د مذهب له منځه وړل ، په نړيواله کچه د راتلونکي نړيوالې جګړې ډګر ترتيبول ، په منځنې ختيځ کې د لوي اسرائيل د دولت جوړول ،او په نړيوال سيستم باندي د يهوديت حاکميدل د امريکا د حکومت بنيادي موخه ده ، نو لدې کبله د يهوديت له پلان سره سم حرکت کوي او امريکا د يهودي نظام په سرپرستۍ دا هيڅکله نشي زغملي چې په اسلامي نړۍ کې امن ثبات او استقرار را منځ ته شي ، نو زيار باسي تر څو د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې شخړې روانې وي .
لدې ځايه پر کندهار باندې حمله او نظامي يرغل په لومړي ګام کې د دولت د مصالحې د پروسې د شنډونو لپاره پداسي وخت کې تر سره کيږي چې ښاغلي کرزي د کندهار خلکو ته د خبرو وړانديزکوي او د مخالفينو سره يې د خبرو په پروسه ټينګار کوي . او په دوهم ګام کې دا يرغل په نړيوال سيستم باندې د واکمنې لپاره تر سره کيږي چې د افغانستان په لويديځ کې د امريکا د استراتيژيکې اډې جوړول دي ، تر څو لدې لارې وکولي شي سيمه تر خپلې څارنې لاندې وساتي . نو لدې ځايه پر کندهار باندي حمله لکه چې په دري کې وايي (يک تير و دو فاخته ) موخې لپاره تر سره کيږي .
ليکنه : عبدالرحمن فرقاني