پر پاکستان د امریکا ولسمشر بیا سختې نیوکې کړې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن دوشنبه یو وار بیا د ترهګرو پټنځایونو لپاره، د پاکستان پر حکومت سخت نیوکه وکړې.
هغه ویلي دي چې واشڼګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته ۳۳ میلیارډ ډالر ورکړي، خو په بدل کې پاکستان یوازې هغو ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي چې امریکایي پوځیانو ښکار پسې ګرځي.
ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، له دې وروسته دا کار د منلو وړ نه دی ځکه پاکستانیان فکر کوي چې امریکایي مشران احمقان دي.
بل خوا د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس کابو دوه اوونۍ وړاندې د بګرام په  هوایي ډګر کې له امریکایي ځواکونو سره د خبرو پر مهال وویل چې له اوږدې مودې راهیسې پاکستان افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي.
ښاغلي پنس ویلي و، چې اوس هغه ورځې پای ته رسیدلې او پاکستان په دې اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرتیا هم ترلاسه کړی دی.
د امریکامتحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو مشر مایک پمپیو له دې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ځي ترڅو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژي د تطبیق په برخه کې د همکاریو لپاره د اسلام اباد ژمنه ترلاسه کړي.
هغه خبرداری ورکړ که چیرې دغه کار د پاکستانیانو له خوا ترسره ونه شي نو امریکا به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پټنځایونو د لمنځه وړولو لپاره، خپل ټول وس وکاروي.